د لاس رسي وړ اتصالات

د تورخم دروازې د بندیدو له امله افغان محصلین له ازموینې محروم شوي


یو شمېر هغه محصلین چې په تېرې روژې میاشتې کې د رخصتۍ لپاره له پاکستان نه افغانستان ته راغلي د تورخم دروازې د تړل کېدو له امله تر اوسه افغانستان کې ایسار پاتې دي.

دغو محصلینو چې د بېلابېلو بورسي پروګرامونو له لارې یې د پاکستان پوهنتونونو ته لاره موندلې ویلي چې د سمستر ازموینې یې رارسېدلي دي او که دوی ته لاره خلاصه نه شي ښايي له روان تعلیمی کال نه محروم پاتې شي.

د لاهور پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځي کې افغان محصل نصرت الله نصرت امریکا غږ ته وویل: "د رخصتۍ وروسته د تورخم دروازه د کروناویروس له امله وتړل شوه او موږ تر اوسه ننګرهار کې ایسار پاتې شوي یو. د سمسټر ازموینې مو تېره اونۍ پیل شوي دي."

د خیبر طبي پوهنتون محصل رفیع الله کریمي چې هم د تورخم دروازې د تړل کېدو له امله په ننګرهار کې ایسار پاتې دی د امریکا غږ ته وویل: "یوازې په ننګرهار کې د طب له ۳۰۰ ډېر او ۹۰۰ د نورو رشتو محصلین ایسار پاتې دي. ستونزه دا ده چې که موږ ته لاره خلاصه نشي موږ د تعلیمي کال نه محرومیږو."

هغه زیاته کړه چې د بورس د قانون پر بنست راتلونکی کال ته به محروم پاتې شوي محصلین اړ شي چې د ټول کال پیسې له خپل جیبه ورکړي.

دغه محصلین د افغانستان حکومت نه غوښتنه کوي چې د یادې ستونزې د هواري لپاره اقدام وکړي.

له بلې خوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دې ستونزې د حلولو لپاره ورنه چا غوښتنه نه ده کړې.

د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند حامد تهذیب تېره اونۍ امریکا غږ وویل: "په دې اړه تر اوسه کوم کس موږ ته مراجعه نه ده کړې. که افغانستان کې پاتې محصلین غواړي دغه ستونزه یې حل شي یو یا څو استازي دې د بهرنیو چارو وزارت ته راشي موږ به یې د ستونزې حلولو لپاره اقدام وکړو."

د تورخم لاره د تېرې روژې میاشتې په ۲۵ د کرونا ویروس د لا خورېدو له امله د عامو پر مخ وتړل شوه.

د محصلینو په وینا یوازې عاجل ناروغان کولی په دې لارې تګ را تګ وکړي.

XS
SM
MD
LG