د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان افغانستان ته د اکمالاتي لارې پر تړلو غوره کوي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر امریکا غږ ته ویلي چې د واشنگټن او اسلام آباد اړیکې دومره "ټیټې کچې" ته رسیدلي چې دواړه هیوادونه له یو بل سره خبرې هم نکوي.

پاکستان وایي امریکا سره په خپلو خړو پړو اړیکو فکر کوي چې کیدای شي دا کار ددې هیواد له لارې افغانستان ته د امریکایي ځواکونو ته د اکمالاتي او مواصلاتي لارې د تړلو سبب هم شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خرم دستگیر خان دا خبرې په پاریس کې د مالي منابعو د څارنې د نړیوالې ادارې یا FATF د غونډې نه یوه ورځ مخکې وکړې.

دا لومړی ځل ندی چې د پاکستان حکومت د مالي منابعو د څارنې د نړیوالې ادارې د غړو هیوادونو یا FATF له لورې په جدي توگه ارزول کیږي. دا هیواد د ٢٠١٢ نه تر ٢٠١٥ پورې هم د FATF له خوا تر څارنې لاندې و.

د مالي منابعو د څارنې نړیوالې ادارې د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې تصمیم ونیو چې پاکستان د ترهگرو د مالي ملاتړ په څارلست کې شامل کړي.

په دغه څارلست کې د پاکستان شاملول د امریکا د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي اسلام آباد د طالبانو او نورو ترهگرو ډلو سره خپلې اړیکې وشلوي چې په افغانستان کې پر امریکایي ځواکونو باندې حملې کوي. دا کار کیدای شي چې د پاکستان کمزوری اقتصاد نور هم وځپي.

اسلام آباد ټول هغه تورونه ردوي چې وایي دې هیواد ترهگرو ته پناه ورکړې او د سخت دریځو ملاتړ کوي. پاکستان وایي دا د امریکا "د فشار تکتیک" دی چې غواړي په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې ناکامي د پاکستان په غاړه واچوي.

د واشنگټن او اسلام آباد اړیکې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خرم دستگیر خان د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل " مونږ داسې یو حالت ته رسیدلي یو چې یواځې مشخصه دیپلوماتیکه مکالمه سره لرو. په اسلام اباد کې د امریکا سفیر وزارت ته راځي او له مونږ سره خبرې کوي او په واشنگټن کې زمونږ سفیر د خبرو لپاره د بهرنیو چارو وزارت ته ځي. خو په حقیقت کې سره مکالمه نه لرو او دواړوه هیوادونه له یو بل سره خبرې نلري".

هغه د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ټیټې کچې پړه د ښاغلي ټرمپ په ادارې واچوله "اوس د پاکستان خبره نه اوریدل کیږي، پاکستان په واشنگټن کې صرف تورنیږي او ډارول کیږي پرته له دې چې خبرو ته یې غوږ ونیول شي. حالات داسې دي".

ښاغلی دستگیر خان وایي یواځنۍ اړیکې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ له مشر جنرال جان ووټل سره دي چې د پاکستان د لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره خبرې کوي.

د پاکستان او امریکا اړیکې هغه وخت نورې هم خرابې شوې چې د می په ١١ واشنگټن پاکستاني دیپلوماتان پرته له اجازې د سفارت له ودانۍ نه ۴٠ کیلومتره لرې سفر کولو نه منع کړل. پاکستان هم په غبرگون کې ورته اقدامات وکړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تیره اونۍ کانگرس ته وویل چې د امریکایي دیپلوماتانو سره په پاکستان کې بد چلند کیږي، خو اسلام آباد دغه تور رد کړی دی.

په ٢٠١١ کې هم پاکستان په افغانستان د میشتو ناټو ځواکونو اکمالاتي لار وروسته له هغې وتړله چې د امریکایي ځواکونو په هوایي بمباریو کې په "سهوه" په لسگونو پاکستاني سرتیري ووژل شول.

وروسته له دې پیښې متحده ایالات او ناټو څو میاشتې د خپلې اړتیا وړ مالونه د افغانستان د شمالي گاونډیو هیوادونو له لارې افغانستان ته انتقال کول.

له بلې خوا د قزاقستان پارلمان هغه موافقه تصویب کړه چې د امریکا متحده ایالات کولای شي ددې هیواد د کسپین بحیرې له بندرونو نه افغانستان ته غیر پوځي مالونه ولیږدوي.

پاکستان وروسته له هغې چې ١٧ کاله مخکې د امریکا په مشرۍ د ترهگرۍ پر ضد ایتلاف ته داخل شو د متحده ایالاتو نه یې په میلیاردونو ډالر ترلاسه کړي دي، خو پدې وروستیو کې ولسمشر ټرمپ دغه مرستې درولي او ویلي یې دي تر څو چې پاکستان د ترهگرۍ پر ضد مبارزه کې جدي عمل ونکړي دغه مرستې به ځنډیدلې وي.

XS
SM
MD
LG