د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د امریکایي دیپلوماتانو په سفر کولو محدودیتونه ولگول


په اسلام آباد کې د امریکا د سفارت ودانۍ
په اسلام آباد کې د امریکا د سفارت ودانۍ

پاکستاني مقاماتو د جمعې په ورځ وویل چې هغوی پر امریکایي دیپلوماتانو باندې "متقابل" محدودیتونه لگولي دي.

اسلام آباد دغه اقدام وروسته له هغه وکړ چې متحده ایالاتو په واشنگټن کې په میشتو پاکستاني دیپلوماتانو باندې ورته بندیزونه لگولي وو.

د اسوشیتید پرس اژانس وایي په هغه لیک کې چې د پاکستان مقاماتو له لورې په اسلام آباد کې د امریکا سفارت ته استول شوی لیکل شوي چې دغه بندیزونه به نن د جمعې په ورځ (می ١١) پلي شي.

پاکستان دغه پریکړه وروسته له هغې کړې چې متحده ایالاتو په امریکا کې میشتو پاکستاني دیپلوماتانو ته ویلي چې د سفارت نه د شاوخوا ۴٠ کیلو متره وړاندې سفر کولو لپاره باید پنځه ورځې دمخه اجازه ترلاسه کړي.

ددغو اقداماتو انگیزه پوره څرگنده نده، خو دا کار په داسې حال کې کیږي چې څو اونۍ مخکې پاکستان یو امریکایي دیپلومات د هغه هیواد نه له وتلو منع کړ. پدغه امریکایي دیپلومات باندې تور لگول شوی چې یو پاکستاني موټرسایکل چلونکی یې په اسلام آباد کې په یوه ترافیکي پیښه کې وژلی دی.

خو تر اوسه پاکستاني مقاماتو په اسلام آباد کې میشت د امریکا پوځي اتشه جوزف امانوئل هال د دیپلوماتیک مصونیت لرلو په خاطر ندی توقیف کړی.

د امریکا او پاکستان ترمنځ د کړکیچ زیاتیدل

د واشنگټن او اسلام آباد ترمنځ اړیکې وروسته له هغې کړکیچنې شوې چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د ٢٠١٨ کال په لومړی ورځ په خپل ټویټر کې ولیکل چې " پاکستان پرته له درواغو او چل ول د امریکا سره بله معامله نده کړې."

ددې په تعقیب د متحده ایالاتو حکومت د ٢٠١٨ کال په جنورۍ کې پاکستان ته د دوه میلیارد ډالرو په ارزښت خپلې امنیتي مرستې تر هغه وځنډولې چې اسلام آباد د ترهگرو ډلو په وړاندې لازم اقدامات نه وي کړي.

واشنگټن ددغو مرستو د ځنډولو دلیل د ترهگرۍ او سخت دریځو ډلو په وړاندې په مبارزه کې د پاکستان ناکامي گڼلې ده.

خو پاکستاني مقاماتو ټینگار کړی چې دغه هیواد پخپله د ترهگرۍ قرباني دی او د ترهگرو ډلو پر ضد د هیڅ ډول اقدام نه ډډه نه کوي.

XS
SM
MD
LG