د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان اقتصاد له سقوط سره مخامخ دی - کارپوهان


د پاکستان په ملي خزانه کې د پیسو تمامېدو ددغه هېواد اقتصاد د سقوط له خطر سره مخامخ کړی دی.

د پاکستان بانکي چارواکي وايي، یوازې دومره بهرني اسعار ورسره پاتې دي چې د شاوخوا درې نورو اونیو دپاره د وارداتي مالونو پیسې ورکړي.

حکومت د روان بحران او اقتصادي سقوط له خطر څخه د وتلو دپاره هڅه کوي پور ترلاسه کړي.

د نړیوال وجهي صندوق یو پلاوی چې تېره اونۍ دغې ستونزې ته د حل موندلو په خاطر اسلام آباد ته تللی وو، له کومې هوکړې پرته بېرته واشنګټن ته ستون شوی دی.

اټکل دا دی چې له نړیوال وجهي صندوق پور به د لنډ مهال لپاره پاکستان د خپلو پورونو په ادا کولو کې د پاتې راتګ له خطر څخه وژغوري.

د پاکستان د مالیې پخوانی وزیر، مفتاح اسماعیل، وايي، پاکستان دا مهال د باندنیو اسعارو شاوخوا درې میلیارد ډالر زېرمه لري خو اړ دی چې د جون تر پایه له نهو څخه تر لسو میلیاردو ډالرو، او په راروانو کلونو کې تر شل میلیارده پور بېرته خلاص کړي.

هغه وویل: "که پاکستان له نړیوال وجهي صندوق څخه دغه پور ترلاسه کړي، د دې سره به ښايي د نړیوال بانک، د سعودي او متحدو عربي اماراتو او چین څخه یو څه پیسې راشي، او موږ به وکړای شو، چې د پاکستان د دیوالي کېدو د خطر مخه ونیسو."

شنونکي د پاکستان اقتصادي ستونزې ژورې ګني او فکر کوي چې د نړیوال وجهي صندوق اوسنی څه باندې یو میلیارد ډالر پور اوږد مهاله حل ندی، او د پاکستان د ډيفالټ کېدو (د پورونو په ادا کولو کې د پاتې راتلو) خطر به پر ځای پاتې وي.

په واشنګټن کې د ویلسن څېړنیز مرکز د جنوبي اسیا د چارو کارپوه، مایکل کوګلمن وویل: "ان که پاکستان پور تر لاسه هم کړي، دا یو میلیارد ډالر دي، او پر پاکستان د نړیوالو پورونو او د پاکستان اړتیاوو په نظر کې نیولو سره، دا په کوزه کې د یو څاڅکي په مانا ده."

کوګلمن زیاته کړه، دا اندازه پور کیدای شي په لنډ مهال کې پاکستان د دیوالي کېدو له خطر څخه وباسي خو په اوږد مهال کې به اسلام اباد له ژورو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان پاتې وي.

پاکستان ته د نړیوال وجهي صندوق پور د یو لړ شرایطو او غوښتنو سره تړلی دی چې د مالیاتو د لوړولو او سبسایډۍ د کمولو غوښتنې پکې شاملې دي. په اسلام آباد کې چارواکو که څه هم ځینې غوښتنې منلي خو د عامو پاکستانیانو د مخالفت له ویرې یې عملي کولو ته زړه نازړه دي.

د پرنسټن پوهنتون استاد، ډاکتر عاطف میا، په دې اړه د پاکستان د حکومت کړنو ته هیله مند ندی. هغه وویل: "تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې ایا موږ د پاکستان لخوا کوم پلان لرو؟ ما هیڅکله هم د پاکستان پلان ندی لیدلی. د زیاترو سیاسي ګوندونو لپاره دا د کاغذ پر مخ توري دي."

تېر یو کال کې پاکستان کې سوړ بازاري ۳۰ سلنه لوړه شوې. ډالر په تېر یو کال کې سل روپۍ قیمته شوی، او یو امریکايي ډالر دا وخت په شاوخوا ۲۷۵ روپۍ بدلیږي. اټکل دا دی چې که پاکستان ته نړیوال وجهي صندوق ژر پور ورنکړي، پاکستان به درې اونۍ وروسته له نورو هیوادنو دغه هیواد ته د اموالو د واردولو او د خپل پور د قسطونو ورکولو توان له لاسه ورکړي.

XS
SM
MD
LG