د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې په لمړني ځل یو نرښځې نطاقي کوي


د پاکستان په تاریخ کې په لمړني ځل یو بدگ ( نرښځې) په یو شخصي ټلویژني چینل نظاقي کوي.

دغه نرښځې چې مارویه ملک نومیږي، په ٢٣ مارچ په لمړني ځل په یو شخصي ټلویژن کوه نور خبرونه وویل.

مارویه ملک د امریکا غږ اردو څانګې ته په یوې مرکې کې وویل چې هغې ځکه دغه کار پیل کړ چې غواړي په ټولنې کې د نرښځیانو په اړه د خلکو فکر بدل کړي. هغې وویل چې نه غواړي د نورو نرښځیانو په ډول په کوڅو کې گډاگانې وکړي او خیر وغواړي.

د مارویه خان د نظاقۍ خبر ته په ټولنیزو رسنیو غبرگون وښودل شو او زیاترو دغه په ټولنې کې د نرښځیانو لپاره یو ښه بدلون وبللو.

په ټویټر خبریاله نایله عنایت د مارویه له قوله لیکي

​"داسې هیڅ کار نشته چې نرښځیان یې نشي کولی. مونږ تعلیم کړی، سندونه لرو خو څوک مو نه تشویقوي او مواقع نه لرو."

په پاکستان کې نرښځیانو ته په ټیټه سترگه کتل کیږي او اکثره د ژوند د اساسي ضرورتونو لپاره یا خو په ودونو او نور مراسمو کې گډاگانې کوي او یا هم په لارو کوڅو کې خیر ټولوي.

د پاکستان حکومت په ٢٠٠٩ کال کې نرښځېان د دریم جنس په توگه وپیژندل او د پاکستان تذکره چې ورته شناختي کارټ ویل کیږي، یې ورته جاري کړل. همدغه ډول په ٢٠١١ کال کې پاکستان نرښځیانو ته د رای ورکولو او د جایداد لرلو حق ورکړو.

په پاکستان کې د بشري حقونو فعالین وایي چې لا اوس هم ډیر مزل پاتې دی چې نرښځیانو ته د نورو انسانانو پشان نظر وشي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG