د لاس رسي وړ اتصالات

آیا امریکا به دننه په پاکستان کې پوځي اقدام وکړي؟


د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني وایي د افغان طالبانو مرکز په پاکستان کې دی
د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني وایي د افغان طالبانو مرکز په پاکستان کې دی

د امریکا د متحده ایالاتو او پاکستان ترمنځ د سیاسي کړکیچ له ډیریدو وروسته اوس په پاکستان کې د سخت دریځو پر مرچلو د امریکا د هوایي ځواکونو د بریدونو احتمال زیات شوی دی.

سپینې ماڼۍ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د اسیا د جنوب او افغانستان لپاره د امریکا د ستراتیژۍ له مخې د خپل هیواد پوځ ته صلاحیت ورکړی او د اړتیا وړ لازمې منابع به ورته برابرې کړي چې د افغانستان او پاکستان په خاوره کې ترهگرو ته د امن ځایونو د جوړیدو مخه ونیسي.

خو د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې په څرگنده نه دي ویل شوي چې آیا ترهگرو او سخت دریځو ته د امن ځایونو د جوړیدو د مخنیوي په خاطر به امریکا پوځي عملیات وکړي که نه.

د امریکا حکومت د ٢٠٠۴ کال راهیسې په سرحدي سیمو لکه جنوبي او شمالي وزیرستان او د خیبر پښتونخوا ایالت په ځینو سیمو کې د سخت دریځو او ترهگرو په پناه ځایونو یو لړ بریدونه کړي دي. په واشنگټن ډي سي کې د "نوې امریکا بنیاد" په نامه د څیړنیز مرکز په حواله د ٢٠١۴ کال له پیل نه د ٢٠١٧ کال تر پایه پورې د امریکا بې پیلوټه الوتکو د پاکستان په قبائیلي سیمو کې ۴۰۶ حملې کړې دي چې په نتیجه کې یې څه دپاسه ۲۵۰۰ سخت دریځ او ترهگر وژل شوي دي.

خو اوس د پاکستان په خاوره کې د ترهگرو د ځالو د منځه وړلو په اړه د جمهور رئیس ټرمپ دریځ ته په پاملرنې آیا د امریکا اوسنۍ اداره به د کویټې شورا او یا د پیښور شورا په شان اهدافو په وړاندې نور اقدامات وکړي او که نه؟

د کالیفرنیا په مانتري کې د امریکا د سمندري ځواکونو د پوهنتون استاد توماس جانسن، چې په دې وروستیو کې د "د طالبانو روایات “Taliban Narratives په نامه کتاب لیکلی دی په پاکستان کې د امریکا د نورو بریدونو د کولو احتمال کمزوری گڼي.

ښاغلی جانسن وایي "شک لرم چې په پاکستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو زیاتیدل ووینم. ځکه په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه د غذایي موادو په گډون د لوژستیکي پلوه د پاکستان په لاره تکیه لري."

خو دغه امریکایي څیړونکی په دې باور دی چې کیدای شي امریکا په پاکستان کې میشت د حقاني شبکې پر وړاندې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه زیات کړي.

ښاغلي جانسن وویل "پوهیږو چې د حقاني شبکه چیرته ده... او پوهیږو چې د حقاني شبکه د پاکستان د پوځي اسیتخباراتي ادارې یا ISI د رئیس په شاته جیب کې ده."

د لندن د کویین پوهنتون د "کړکیچونو د تحول او ټولنیز عدالت د مطالعاتو د انستیتوت" استاد مایکل سمپل، چې شاوخوا ٢٥ کاله په افغانستان او پاکستان کې فعالیت کوي وایي په افغانستان کې د جنگي شرایطو او د هغه نسبي همکارۍ په پام کې نیولو سره چې د واشنگټن او اسلام آباد د مقاماتو ترمنځ شته امریکایي پوځیان به د پاکستان پر خاوره باندې د پوځي اقدام نه ډډه وکړي.

ښاغلي سمپل وویل "ډاډمن یم چې د امریکا متحده ایالات او د افغانستان حکومت اوس هم د پاکستان همکارۍ ته اړتیا لري او هر هغه اقدام چې هغوی یې کوي هغه همکاري {چې د امریکا، افغانستان او پاکستان ترمنځ موجوده ده} به پام کې ونیسي."

ښاغلی سمپل وایي چې حتی د پاکستان په خاوره کې د امریکا د ځانگړو او کوماندویي قواو عملیات ښایي د دواړو هیوادونو ترمنځ په موجودې نسبي همکارۍ ناوړه اغیز وکړي او دا هغه څه ندي چې امریکایي پوځیان به یې ملاتړ وکړي.

د جمهور رئیس ټرمپ دریځ

جمهور رئیس ټرمپ د امریکا کانگرس ته په خپله لومړنۍ وینا کې ژمنه وکړه چې په افغانستان او پاکستان کې به د ترهگرو پناه ځایونه له منځه یوسي.

ښاغلي ټرمپ د خپلې کلنۍ وینا دمخه د ٢٠١٨ کال د جنورۍ په پنځمه اعلان وکړ چې پاکستان ته خپلې امنیتي مرستې تر هغه ځنډوي چې اسلام آباد د افغان طالبانو او حقاني شبکې په گډون د ترهگرو سازمانونو پر ضد اقدام نه وي کړی.

د پاکستان اندیښنه

دا چې متحده ایالات به په پاکستان کې په پوځي اقداماتو لاس پورې کړي او یا نه، خو د سپینې ماڼۍ اعلامیه د اسلام آباد د اندیښنې سبب شوې ده.

د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستگیر خان، ددې اعلامیې په غبرگون کې وویل "مونږ غواړو امریکا ته څرگنده کړو چې پاکستان یو خپلواک هیواد دی او استقلال ته یې باید درناوی وشي."

ښاغلي دستگیرخان د امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې هیواد یې د سپینې ماڼۍ اعلامیه "په ډیره جدي توگه" څیړي.

هغه دا هم وویل چې ددې ډول اعلامیو صادرول کیدای شي په افغانستان کې د سولې هڅې "منحرفې" کړي.

په دې ترڅ کې د امریکا د پوځ یو لوړپوړي مقام جنرال کینیت مک کینزي د پنجشنبې په ورځ وویل چې په اوس کې د امریکا پوځ د پاکستان دننه د پوځي عملیاتو د ترسره کولو طرحه نه لري.

XS
SM
MD
LG