د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا-ایران شخړه؛ د قطر امیر تهران ته سفر کوي


د قطر امیر شخیم تمیم بن حماد الثاني
د قطر امیر شخیم تمیم بن حماد الثاني

د امریکا د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ له تازه شخړې وروسته د قطر امیر شیخ تمیم بن حماد الثاني تهران ته سفر کوي.

قطر له ایران او امریکا دواړه سره ښې اړیکې لري او د امریکايي ځواکونه یوه اډه هم په قطر کې موجوده ده.

شیخ حماد الثاني به د ایران له ولسمشر حسن روحاني او نور چارواکو سره وویني او په روانو چارو به خبرې وکړې.

لا معلومه نه ده چې دی به د واشنګټن-تهران ترمنځ د وروستیو شخړو د حل لپاره منځګړتوب کوي که نه، خو د قطر د بهرنیو چارو وزارت پر دواړو هېوادونو غږ کړی چې لانجه دې په سوله ایر ډول او د خبرو له لارې حل کاندي.

د فراسنې خبري اژنس وايي چې دا ایران ته د قطر د امیر لمړی سفر دی، لا د دغه سفر دقیقه نېټه معلومه نه ده، خو د قطر حکومت د عامه اړیکو دفتر تائید کړی دی. په قطر کې د الجزیرې تلویزون هم د دغه سفر په اړه راپور خپور کړی دی.

د قطر امیر شیخ تمیم بن حماد الثاني له هغه وروسته تهران ته د سفر پلان لري چې تېره اونۍ امریکایي ځواکونو د بغداد هوايي ډګر ته نژدې د ایران د سپاه پاسدارن قدس ځواکونو قومندان قاسم سلیماني په یو برید کې وواژه او ایران یې د غچ اخیستلو لپاره په عراق کې د امریکایي ځواکونو اډې په میزایلو ووېشتلې.

ولسمشر ټرمپ وايي چې په دغو بریدونو کې هېڅ امریکايي ته زیان رسېدلی نه دی. ناټو او د لویدیځ ځينو هېوادونو د ایران دا بریدونه وغندل اوله دغو بریدونو وروسته امریکا پر ایران نور کلک اقتصادي بندیزونه هم ولګول.

XS
SM
MD
LG