د لاس رسي وړ اتصالات

ایران – امریکا شخړو افغانستان له لارې نړیوالې الوتنې زیاتې کړي


 د افغانستان فضايي قلمرو څخه کار اخیستل په سیمه کې د نورو هیوادونو د فضايي قلمرونو پرتله د منځني خیتځ، جنوبي اسیا او اروپا ترمنځ فاصله لنډوي.
د افغانستان فضايي قلمرو څخه کار اخیستل په سیمه کې د نورو هیوادونو د فضايي قلمرونو پرتله د منځني خیتځ، جنوبي اسیا او اروپا ترمنځ فاصله لنډوي.

د ایران او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د روانې شخړې وروسته یو شمیر نړیوالو هوايي شرکتونو دغه تاوتریخوالي ته په کتنې پریکړه کړې، چې منځني ختیځ او جنوبي اسیا ترمنځ د تګ راتګ لپاره د ایران فضا پر ځای د افغانستان پر فضا الوتنې وکړي، چې ورسره د افغانستان پر فضايي قلمرو د دغسې الوتنو شمیر په تیره یوه اونۍ کې ۲۵ فیصده زیات شوی دی.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند د ادارې رئیس محمد قاسم وفايي زاده د شنبې په ورځ (مرغومی ۲۱ مه) امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د ایران او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د شخړو د زیاتیدو وروسته افغانستان خپل هوايي حریم نړیوالو الوتنو ته د نړیوال ملکي هوايي چلند د ادارې " ایکاو" او د نړیوال هوايي ټرانسپورټ د ټولنې " آیاتا" په غوښتنه پرانیستی دی.

محمد قاسم وفايي زاده وویل، چې اوس مهال په ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان پر فضايي قلمرو په اوسط ډول له ۴۰۰ څخه زیاتې الوتکې الوتنې کوي.

ښاغلي وفايي زاده وویل " په وروستیو ورځو کې د افغانستان له فضا څخه د عبوري الوتنو په شمیر کې نږدې ۲۵ فیصده زیاتوالی راغلی دی".

یو شمیر نړیوالو شرکتونو له وړاندې اعلان کړی، چې د ایران او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ پیښ شوي جنجالونو ته په کتنې د ایران له فضا څخه د تیریدلو پر ځای له نورو لارو کار اخلي.

افغانستان د هرې الوتکې څخه، چې د دغه هیواد له فضايي قلمرو څخه تیریږي اوه سوه امریکايي ډالر حق العبور اخلي.

د نړیوالو څیړنو له مخې د منځني ختیځ ، اروپا او جنوبي اسیا ترمنځ د افغانستان د فضا څخه کار اخستیل د نورو فضايي لارو پر ځای فاصله لنډوي او د تیلو په مصرف کې د سپما سبب ګرځي.

په افغانستان کې په پراخه کچه د رادار د سیستم د شبکې نشتون له امله دمخه ډیرو هوايي شرکتونو د دغه هیواد د فضا څخه د کار اخیستلو پر ځای له نورو فضايي لارو کار اخیست.

XS
SM
MD
LG