د لاس رسي وړ اتصالات

عادله راز امریکا کې د افغانستان 'سفیره ګومارل' شوې ده


عادله راز له دې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې وه.
عادله راز له دې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې وه.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفیره ګمارل شوې ده.

یوې معتبرې حکومتي سرچینې امریکا غږ ته دا خبر تائید کړ په اړه یې زیات معلومات ورنکړل.

عادله راز له دې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې وه او همداشان د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي چارو مرستیالې او د مخکني جمهور رئیس حامد کرزي د ویاند مرستیالې په توګه یې هم دندې ترسره کړې دي.

په کابل کې د اروپايي ټولنې استازي وان برانډت په خپل ټویټر پاڼه کې اغلې راز ته د نوې دندې مبارکي ویلې او له یو "سخت" ماموریت څخه بل ته یې په تلو کې د هغې د بریالیتوب غوښتنه کړې ده.

له عادله راز وړاندې رویا رحماني شاوخوا درې کاله په امریکا کې د افغانستان سفیره وه.

میرمن راز په داسې حال کې په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت د چارو سمبالول په غاړه اخلي چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو پوځي ماموریت مخ په ختمېدو دی.

امریکايي او افغان چارواکو ویلي چې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې یو نوي پړاو ته داخل شوي دي.

XS
SM
MD
LG