د لاس رسي وړ اتصالات

مک کال: جمهور رئیس غني به ژر امریکا ته سفر وکړي


افغان حکومت امریکا ته د جمهور رئیس غني د سفر په اړه تراوسه څه نه دي ويلي.
افغان حکومت امریکا ته د جمهور رئیس غني د سفر په اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

د امریکا د متحده ایالاتو د استازو جرګې غړی مایکل مک‌کال وايي چې د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني په نږدې راتلونکې کې واشنګټن ته سفر کوي.

هغه وویل چې ټاکل شوې ښاغلی غنی به د امریکا له جمهور رئیس جو بایډن او د کانګرس له یوشمېر جګپوړو غړو سره وویني.

د امریکا د کانګرس دغه لوړپوړي غړي له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکه کې جمهور رئيس غني او د افغانستان خلک د امریکا متحدین وبلل او زیاته یې کړه چې هغه به له ښاغلي غني سره د لیدنې په وخت ترې دا پوښتنه وکړي چې د افغان حکومت د ساتنې لپاره څه ته اړتیا لري.

د افغانستان جمهوري ریاست تراوسه امریکا ته د ښاغلي غني د سفر په اړه څه نه دي ویلي.

واشنګټن ته د ښاغلي غني د سفر په تړاو خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې د جمهور رئیس جو بایډن د پریکړې په اساس له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د وتلو بهیر دوه اونۍ وړاندې پیل شوی او ټاکل شوې چې د سپټمبر تر ۱۱مې به بشپړ شي.

ښاغلي مک‌کال همداشان وویل چې چې د امریکا متحده ایالات د هغو افغانانو د خوندیتوب لپاره "اخلاقي مسولیت او دنده" لري چې په تیرو دوو لسیزو کې یې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی دی.

د هغه په وینا د دې احتمال شته چې د دغو افغانانو لپاره امریکا د مهاجرت د ځانګړو ویزو (SIV) شمېر زیات شي، هغه له حکومت څخه وغوښتل چې د ویزې د ورکولو بهیر چټک کړي.

د چهارشنبې په ورځ د مۍ په ۱۲مه (غويي ۲۲) هم یو شمېر امریکايي قانون جوړوونکو ټینګار وکړ چې له افغانستان څخه د هغو افغانانو په ایستلو کې ګړندي اقدامات ترسره شي چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکارۍ کړې دي.

XS
SM
MD
LG