د لاس رسي وړ اتصالات

ویلسن: د افغان فوټبالرو نجونو لپاره دې عدالت تامین شي


په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن ویلي چې د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) کرام‌الدین کریم د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې د یو شمیر غړ په جنسي ځورونې تورن کړی او په دې برخه کې باید عدالت تامین شي.

ښاغلي ویلسن د پنجشنبې په ورځ د سپټيمبر ۱۰ (وږي ۲۰) په خپل ټویټر لیکلي چې د افغانستان د فوتبال ښځینه ملي لوبډلې غړو عدالت ته د لاسرسي لپاره خپل ژوند له ګواښ سره مخ کړ.

هغه زیاته کړې: "موږ د افغان میرمنو ملي لوبډلې زړورو میرمنو لپاره د عدالت غوښتنه کوو چې خپل ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی او د افغانستان قضایی سیسټم ته یې مراجعه کړې ترڅو له دې لارې یې د حق غوښتنه وشي".

ښاغلي ویلسن ټینګار کړی چې د دې قضیې قربانيان حق لري ترڅو د عادلانه محکمې له لارې د عدالت د تامینېدو شاهدان واوسي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي دي چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت شاوخوا دوه اونۍ مخکې په پنجشیر کې د کرام‌الدین کریم د نیولو لپاره عملیات وکړل خو بریالي نه شول.

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح دغو عملیاتو ته په غبرګون وویل کرام الدین کریم باید عدالت ته حاضر او پر ځان لګېدلي تورونه پاک کړي.

هغه زیاته کړه چې کرام الدین کریم د عدلي فراریانو په لېست کې دی او له خلکو څخه یې وغوښتل د فراریانو ترڅنګ ونه دریږي.

کرام‌الدین کریم له دغو عملیاتو څو ورځې وروسته په پنجشیر کې په یوې غونډې کې راڅرګند شو او ورباندې لګېدلي تورونه یې یو ځل بیا رد کړل.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون پخوانی رئيس کرام‌الدین کریم د دغه هېواد د انجونونو د فوټبال د ملي لوبډلې د غړو په جنسي ځورونې تورن دی.

د افغانستان د انجونو د فوټبال د ملي لوبډلې پخوانۍ کپتانې خالدې پوپلزۍ د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۸ په نوامبر کې له ګارډین ورځپاڼې سره په مرکه کې ښاغلي کریم تورن کړ چې د فوټبال پر یوشمیر لوبغاړو یې جنسي تیری کړی.

تیره میاشت د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني د پنجشیر ولایت له اوسېدونکو څخه وغوښتل چې کرام‌الدین کریم له دغه ولایت څخه وشړي ترڅو قانون ورباندې تطبیق شي.

XS
SM
MD
LG