د لاس رسي وړ اتصالات

پنجشېر کې د کرام‌الدین کریم د نیولو عملیات


کرام‌الدین کریم
کرام‌الدین کریم

د پنجشیر سیمه‌ییز چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پخواني رئیس کرام‌الدین کریم د نیولو لپاره د ځانګړو پولیسو عملیات له کومې نتیجې پرته پای ته رسیدلي دي.

د پنجشیر د والي مرستیال محمدامین صدیقي د دوشنبې په ورځ د اګست په ۲۴مه (وږي درېیمه) امریکا غږ ته وویل چې دغه عملیات تیره شپه د پنجشیر په مرکز بازارک کې ترسره شوي دي.

د هغه پر وینا کله چې د پولیسو ځانګړي قطعات د ښاغلي کریم د نیولو لپاره د ځمکې او هوا له لارې د پنجشیر ولایت ته ورسېدل د سیمې له اوسیدونکو سره په نښته کې ښکیل شول.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه چې د پنجشیر سیمه‌ییزو چارواکو ته د دغو عملیاتو د ترسره کول په تړاو له وړاندې خبر نه و ورکړل شوی.

هغه وویل: "هغه څه چې موږ پرې پوهېږو دا دي چې د دغو عملیاتو پر مهال ښاغلی کریم په خپل کور کې نه و. وروسته له هغې چې خلک له دې موضوع او ناڅاپي عملیاتو څخه خبرېږي، د شپې د لارې په اوږدو کې له امنیتي ځواکونو سره مخامخ کېږي او سرک تړي".

د پنجشیر د والي مرستیال زیاته کړه چې په نښته کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی او وضعیت بېرته عادي شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تراوسه د دغو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون پخوانی رئيس کرام‌الدین کریم د دغه هېواد د انجونونو د فوټبال د ملي لوبډلې د غړو په جنسي ځورونې تورن دی.

د افغانستان د انجونو د فوټبال د ملي لوبډلې پخوانۍ کپتانې خالدې پوپلزۍ د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۸ په نوامبر کې له ګارډین ورځپاڼې سره په مرکه کې ښاغلي کریم تورن کړ چې د فوټبال پر یوشمیر لوبغاړو یې جنسي تیری کړی، خو نوموړي دا ادعاوې رد کړي دي.

تیره میاشت د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني د پنجشیر ولایت له اوسېدونکو څخه وغوښتل چې کرام‌الدین کریم له دغه ولایت څخه وشړي ترڅو قانون ورباندې تطبیق شي.

XS
SM
MD
LG