د لاس رسي وړ اتصالات

روسان او طالبان د "واشنګټن پر ادعا ملنډې" وهي


ښاغلي کابلوف ونه ویل چې طالب او روسي استازو چېرته، کله او څنګه دا خبرې کړې دي
ښاغلي کابلوف ونه ویل چې طالب او روسي استازو چېرته، کله او څنګه دا خبرې کړې دي

د افغانستان په چارو کې د روسيې ځانګړی استازی وايي چې روسیه او طالبان د واشنګټن هغه ادعا خندونکې بولي چې وايي مسکو طالبانو ته وسلې ورکوي.

د روسیې استازی ضمیر کابلوف وايي د روسیې او طالبانو استازو په خپل منځ کې د خبرو پر مهال د واشنګټن پر دې ادعا سخت وخندل چې ګنې مسکو طالب جنګیالیو ته وسلې ورکوي.

ښاغلي کابلوف وویل "طالبان وايې خپلې ټولې اړتیا وړ وسلې په ناقانونه توګه له افغان حکومت او پولیس څخه په بیه اخلي او دوی –طالبان- یوازې پېسو ته اړتیا لري". روسي سفیر وايي "روسي مرکچیانو په ټوکو کې طالبانو ته وویل: وبخښئ موږ پېسې نلرو."

ښاغلي کابلوف ونه ویل چې طالب او روسي استازو چېرته، کله او څنګه دا خبرې کړې دي.

اسوشیتډپرس وايي ښاغلي کابلوف د پنجشنبې په ورځ (مارچ۲۹) په مسکو کې په یوې غونډې کې وویل چې له طالبانو سره د روسانو تماس یوازې په افغانستان کې د روسي وګړو د خوندیتوب لپاره دی او روسیه طالبان هڅوي چې د سولې خبرې وکړې.

نوموړي وویل چې له طالبانو پرته سوله ناممکنه ده او "ښايي طالبان د روسیې په کوربتوب د سولې خبرو ته" چمتو شي.

یو شمېر افغان او امریکايي چارواکي روسیه تورنوي چې په افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره د وسلو او مهماتو مرسته کوي، خو روسیه دا تورونه ردوي. په همدې حال کې داسې اندېښنې شته چې روسیه او ایران هڅه کوي په افغانستان کې د امریکا او لویدیځ د نفوذ مخه ونیسي.

په افغانستان د ناټو ځواکونو قومندان جنرال جان نکلسن ایران تورن کړی چې په افغانستان کې د داعش جګړه مارانو د موجودیت په اړه مبالغه کوي او په همدې پلمه له طالبانو سره مرستې کوي.

د سټارز او سټریپز ویپاڼه وايي د متحدو ایالتونو د مرکزي ځواکونو قومندان جنرال جوزف ویتال بیا روسیه تورنه کړې چې له بېلابېلو تبلیغاتي لارو هڅه کوي په افغانستان کې ناټو او امریکا ناکام وښيي.

د افغانستان د تحلیل کوونکو شبکې غړی توماس روتیګ هم په دې باور دی چې روسیه په افغانستان کې د داعش د موجودیت په اړه له مبالغې کار اخلي.

ښاغلی روتیګ وايي روسیه هڅه کوي چې له دې لارې په افغانستان کې د لویدیځ ماموریت ناکام وښيي او له دې لارې د مرکزي اسیا ځينې هېوادونه، چې یو مهال د شوروي اتحاد غړي وو، له مسکو سرهد داعش پر ضد مرستو ته وهڅوي.

XS
SM
MD
LG