د لاس رسي وړ اتصالات

آیا روسیه د افغانستان د سولې پروسه سبوتاژ کوي؟


مسکو امریکا په افغانستان کې د داعش په پراخولو ملامتوي، خو واشنگټن روسیه د طالبانو په ملاتړ تورنوي.

د امریکا د سي بي اس تلویزیوني شبکې د امریکایي مقاماتو له خولې رپوټ ورکړی چې د طالبانو نه د روسیې ملاتړ په افغانستان کې د سولې هڅو ته زیان رسوي.

د امریکا د متحده ایالاتو یو لوړپوړي مقام ویلي دي روسیه د افغانستان په لانجه کې د امریکا د متحده ایالاتو سره مرسته نه کوي او داسې ښکاري چې مسکو به د افغانستان د سولې پروسه "یرغمل" کړې وي.

امریکایي مقاماتو ویلي دي چې د طالبانو سره د روسیې اړیکې "طالبانو ته د یو پوځي طاقت په توگه مشروعیت ورکوي” او دا په سیمه کې د بې ثباتۍ سبب کیږي.

امریکایي مقامات هڅه کوي چې د پوځي ځواک نه په استفادې طالبان د افغانستان د حکومت سره د خبرو میز ته راوړي. د امریکا د دفاع وزیر جیم متیس، تیره اونۍ افغانستان ته له سفر وروسته اعلان وکړ چې د طالبانو "کوچنۍ ډلې" د سولې په مذاکراتو کې له برخې اخیستلو سره لیوالتیا ښودلې ده.

جمهور رئیس غني د فبرورۍ په ٢٨ طالبانو ته د سولې یو گیډۍ وړاندیزونه وړاندې کړل. په دې وړاندیز کې د افغانستان حکومت ویلي دي چې د طالبانو سره له قید او شرط پرته مذاکرې ته تیار دی، دغه ډله به د یو سیاسي گوند په توگه په رسمیت وپیژني، دفتر به یې په کابل کې پرانیزي، د طالبانو بندیان به آزاد کړي او پر طالبانو باندې به نړیوال بندیزونه لغو کړي.

داعش

روسي مقامات وایي چې مسکو هڅه کوي په افغانستان کې د داعش د ډلې د فعالیت د پراخیدو مخ ونیسي. طالبان او داعش په افغانستان کې په داسې حال کې چې د افغان او امریکایي ځواکونو پر ضد جگړه کوي، د یو بل پر ضد هم مبارزه کوي.

روسي مقاماتو ادعا کړې چې امریکا په افغانستان کې د داعش د فعالیت د لمنې په پراخیدو کې رول لري. خو امریکایي مقاماتو دغه ادعا د خندا وړ گڼلې او هغه یې په کلکه رد کړې ده.

روسي مقاماتو همداشان ویلي دي چې په افغانستان کې څو زره داعشیان فعالیت کوي، خو په افغانستان کې د قاطع ملاتړ د ماموریت قوماندان جنرال جان نکسن، وایي په افغانستان کې د داعش شاوخوا ١٥٠٠ جگړه ماران شته.

خو د امریکا او روسیې ترمنځ د کړکیچ په زیاتیدو سره تیره اونۍ واشنگټن د مسکو په حقیقي او حکمي شخصیتونو باندې بندیزونه ولگول او دلیل یې د امریکا د ٢٠١٦ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د روسیې لاسوهنه وگڼله، هغه ادعا چې روسیې رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG