د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: امریکا د افغانستان د سولې لپاره زمونږ د منځگړیتوب پیشنهاد ته پاملرنه نکوي


د روسیې د کرملین ماڼۍ
د روسیې د کرملین ماڼۍ

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د امریکا متحده ایالات په دې تورن کړل چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د مستقیمو خبرو لپاره د زمینې د برابرولو په اړه د مسکو وړاندیز ته پاملرنه نه کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت همداشان وویل چې مسکو تیار دی چې ددغو مذاکراتو د پیل کولو په هم آهنگۍ کې له امریکا سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانگړي استازي ضمیر کابلوف، د پنجشنبې په ورځ امریکا پدې تورنه کړه چې په افغانستان کې د داعش د ډلې ملاتړ کوي.

ښاغلي کابلوف وویل داسې نښې نښانې شته چې د امریکا پوځ د داعش جتگیالیو ته چې له عراق او سوریې نه تښتي اجازه ورکوي چې افغانستان ته لاړ شي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانگړي استازي همداشان زیاته کړه لکه څنگه چې د افغانستان هوایي حریم د امریکا او ناتو ځواکونو تر کنترول لاندې دی هغوی یا افغانستان ته د داعش جنگیالیو په انتقال کې لاس لري او یا هم ددغو هلیکوپترو د پرواز مخنیوی یې ندی کړی.

خو واشنگټن په افغانستان کې له داعش نه د ملاتړ تورونه ردوي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند مایک اندریوس، د ضمیر کابلوف ادعا چې گواکې امریکا د عراق او سوریې نه داعش جنگیالي افغانستان ته انتقالوي په "بشپړه توگه د خندا وړ او نا سمه" بولي.

XS
SM
MD
LG