د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د افغانستان جنګ "ورور وژنه" وبلله


ana ANP ANSF ANSDF
ana ANP ANSF ANSDF

روسیې د افغان حکومت له لوري د اوربند د مودې غزول ستایلي او هیله یې ښودلې ده چې دا اوربند په افغان خاوره کې "ورور وژنه" ختمه کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (جون۱۸) اعلامیه خپره کړهت چې په کې ویل شوي "دا مهمه ده چې په اوربند کې لکه د داعش د خراسان او نورې نړیوالې تروریستې ډلې شامل نه دي."

اعلامیې کې هیله ښودل شوې ده چې د کابل دا نوښت په افغان خاوره کې د ورور وژنې د اوږد" جنګ ختمولو، د سوله ییزو خبرو پيل او ملي پخلاینې بهیر ته" لار پرانیزي.

تر دې دمخکې ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو چې افغانستان له پاکستان سره په یو نا اعلان شوي جنګ کې ښکیل دی او روان جنګ د نړیوالو ترهګرو پر ضد یو مشروع جنګ دی.

ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ (جون۱۷) له طالبانو سره درې ورځنی اوربند د لسو نورو ورځو لپاره هم وغځوله. خو طالبانو د ښاغلي غني تر اعلان څو ساعته مخکې وویل چې د دوی اوربند ختم شوی او بېرته به خپل بریدونه پیل کړي.

تر اختر مخکې په کابل کې شاوخوا ۳۰۰۰ دیني عالمانو په یوې ګډې فتوا کې افغانستان کې روان او ځانمرګي بریدونه غیر مشروع وبلل. هغوی له حکومت او طالبانو وغوښتل چې سوله وکړي.

ولسمشر غني له دغې فتوا یوه ورځ وروسته یو اړخیز اوربند اعلان کړ او له ټولو افغان امنیتي ځواکونو څخه یې وغوښتل چې پر طالبانو بریدونه ونکړي او خپل تهاجمي عملیات دې بند کړي. طالبانو هم د اختر درې ورځې اوربند اعلان کړ.

په اختر سلګونه طالبان ښارونو ته راغلل له افغان امنیتي ځواکونو او عادي ولس سره یې تصویرونه واخیستل، خبرې وکړې او یو بل ته یې د اختر مبارکۍ ورکړې.

XS
SM
MD
LG