د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي عربستان د تیلو تولید په بیساري ډول زیاتوي


د کرونا ویروس له کبله د تیلو بازارونه خراب شوي دي
د کرونا ویروس له کبله د تیلو بازارونه خراب شوي دي

د سعودي عربستان حکومت اعلان کړی دی چې راتلونکې میاشت به د خامو تیلو د تولید اندازه د ورځې ۱۲.۳ میلیون بیلرو ته ورسوي.

د سعودي حکومتي شرکت ارامکو د سه شنبې په ورځ (مارچ۱۰) دا اعلان وکړ او دا په یوه ورځ کې د ۱۲.۳ میلیون بیلرو تیلو تولید یو ریکارډ بلل کیږي.

سعودي له هغه وروسته دا اقدام کوي چې روسیې د خامو تیلو د تولید په کمولو کې له همکارۍ ډډه وکړه. له دغه اعلان وروسته په مارکیټونو کې د خامو تیلو بیې ۲۵ سلنې ټېټې شوې او دا په ۱۹۹۱ کې د خلیج له جګړې وروسته لومړی ځل دی چې بیې دومره ټېټېږي.

د سعودي دولتي شرکت ارامکو وايي چې په دغه کار سره به د سعودي د تیلو په تولید کې د ورځې ۳۰۰ زره بیلر نور هم اضافه شي. ارامکو په یوې اعلامیې کې ویلي دي: "شرکت له خپلو پېرودونکو سره موافقه کړې ده چې دومره تیل به ورته تولیدوي او دا به د ۲۰۲۰ د اپریل له لومړۍ نېتې پيلیږي."

ارامکو هیله ښودلې ده چې دا کار به په اوږدمهال کې مثبتې اقتصادې اغیزې ولري. د سعودي عربستان په دغه کار سره د ونډو په نړیوالو بازارونو کې هم بیې راغوځېدلې دې او د ارامکو ونډه شاوخوا ۱۰سلنه راپریوتې ده.

د ارامکو د ونډو ارزښت چې ۱.۶۵ تریلیارد ډالر و، ۱.۴ تریلیاردو ته راښکته شو. د سه شنبې په ورځ د ونډو په نړیوالو بازارونو کې د ارامکو اسهام ۹.۷ سلنه لوړ ختلي وو.

په نړۍ کې د تیلو د بیو د ټېټوالي یو علت په نړیوالو بازارانو کې کمه تقاضا ده او هغه ځکه چې د کروناویروس له کبله نړیوال پروارزونه خورا کم شوي دي.

XS
SM
MD
LG