د لاس رسي وړ اتصالات

د ښاریانو کروندې؛ د امریکا په سیاټل کې د بڼونو جوړولو دود ۵۰ کلن شو


د آرام سمندر ترڅنګ پروت د امریکا د واشنګټن ایالت تر ټولو لوی ښار سیاټل د ټولنیزو بڼونو په لرلو مشهور دی.

دا لوی او کوچني بڼونه د ښار په منځ کې او ځینې یې د دنګو ودانیو پر بامونو باندې جوړ شوي دي او ښاریان پکې د خپلې خوښې بوټي او سبزیجات کري.

ددې دود د پنځوسو کلونو له پوره کېدو سره اوس په سیاټل کې ددې بڼونو شمېر ۹۰ ته رسېدلی دی. دا بڼونه په رنګینو ګلانو، بېلابېلو بوټو او هنرونو ښکلي شوي دي او هر یو یې د خپل چم ګاونډ د اوسېدونکو د خوښې او سلیقې ښکارندويي کوي.

د فریمانټ سیمې ته څېرمه تر پله لاندې د "ټرول نول" بڼ کوچنی مګر ډېر ځانګړی دی. د اینټربې بڼ بیا د خځلو پر یوه ډېران جوړ شوی دی.

والاس لورینکو ولاسکامپ د ښار د مرکز پر بام د جوړ شوي بڼ باغوان دی. هغه وايي: " دا باغ ځکه دلته جوړ شوی چې د نړۍ خلکو ته وښیو چې تاسې هرځای باغ جوړولای شی."

د ټولنیزو بڼونو پروژه ۵۰ کاله مخکې، په ختیځ سیاټل کې د پیکارډو د کورنۍ له باغ څخه پیل شوه. ویوو ایلو ویېت د ۱۹۷۸ کال راهیسې د خپلې سیمې په یو بڼ کې باغواني کوي. هغه وايي: "موږ په باغ کې د کار دپاره وخت په وخت اشر کوو او هر څوک د ځان سره خپل خواړه راوړي... دا ټول هغه فرصتونه دي چې خلک پکې راټولوي او له یو بل سه لیده کاته کوي."

دا لوی او واړه بڼونه د ښار په منځ کې او ځینې یې د دنګو ودانیو پر بامونو باندې جوړ شوي دي او ښاریان پکې د خپلې خوښې بوټي او سبزیجات کري.
دا لوی او واړه بڼونه د ښار په منځ کې او ځینې یې د دنګو ودانیو پر بامونو باندې جوړ شوي دي او ښاریان پکې د خپلې خوښې بوټي او سبزیجات کري.

سیاټل د امریکا یو له چټکو مخ پر وده ښارونو څخه دی او ښاري پراختیا ډېر کله د باغونو د له منځه تګ سبب کېږي. د ټولنیزو بڼونو د پروژې څارونکې کینیا فریډي وايي، غواړي د ښار په مرکزي برخو کې د بڼونو شمېر نور هم زیات کړي.

د فریډي په خبره دا بڼونه تر ډېره له خپلې ټولنې سره د ښاریانو له لېوالتیا څخه سرچینه اخلي. هغه زیاتوي: "کله چې د یو چا په ګاونډ کې یوه داسې تشه سیمه وي چې ناقانونه فعالیت پکې کېږي او دوی غواړي چې په یوه ښه ځای یې بدله کړي؛ ټولنیز بڼ پرې جوړوي."

باغوانه جولیا ګارز وايي: "زما لپاره به بریا دا وي چې د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ لپاره له بڼ څخه د ماښامنۍ خواړه برابر کړم او په پلورنځي کې یې په ګرانه بیه پېرلو ته مجبوره نه شم."

ګارز دغه راز وايي په بڼ کې یې بوختیا ددې سبب کیږي چې د خپلو ګاونډیانو سره وویني او ناسته ولاړه ورسره وکړي.

بروس سوي او کریسټینا شفر هغه جوړه ده چې د خپلې سیمې په بڼ کې سره معرفي شول او وروسته یې له یو بل سره واده وکړ.

مېرمن شفر وايي، د کور او کارځای وروسته ترټولو ډیر وخت د خپلې سیمې په بڼ کې تیروي او وايي دې بڼونو د ډیرو ښاریانو دپاره د ښې بوختیا زمینه برابره کړې ده.

XS
SM
MD
LG