د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ 'تر ټولو زړه' ونه ښايي د ځمکې رازونه افشا کړي


د چیلي په جنوبي ځنګلونو کې د صنوبر یوه ۵۰۰۰ کلنه ونه د نړۍ تر ټولو زړه ونه ګڼل شوې او باور کیږي چې د ځمکې ډېر پټ رازونه پکې نغښتي دي.

ځايي خلکو پدې څلور متره پلنې او ۲۸ متره دنګې ونې باندې د "غور نیکه" ونې نوم ایښی.

کارپوهان وايي، دا ونه به وښيي چې ځمکې د تاریخ په اوږدو کې څنګه له اقلیمي بدلونونو سره ځان عیار کړی دی.

له دې وړاندې د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې د نښتر د یوې ۴۸۵۰ کلنې ونې په اړه فکر کېده چې د نړۍ تر ټولو زړه ونه به وي.

د غور نیکه ونه د چیلي پلازمینې سنتیاګو په ۸۰۰ کیلومترۍ کې د لاس ریو په ځنګلونو کې د یوې درې پر څنډه ولاړه ده.

د چیلي د اقلیمي بدلونونو څېړنیز مرکز کارپوه انټونیو لارا چې د ونو د عمر د معلومولو د ډلې غړی دی، وايي "همدا ونې دي چې ژوندۍ پاتې کیږي، نور داسې څه نشته چې دومره اوږد ژوند وکړي."

ګڼ شمېر سیلانیان په ځنګله کې یو ساعت پیاده مزل کوي ترڅو د نړۍ ترټولو زړې ونې تر څنګ یادګاري عکس واخلي.

ددې ونې د نړیوال شهرت له زیاتېدو سره د ځنګله د ساتنې اداره اړ شوې چې د محافظینو شمېر زیات کړي او د غور نیکه پر ونې باندې ځانګړی پام وساتي.

پټ رازونه

د غور نیکه ونې ارزښت یوازې د هغې په عمر کې ندی چې له مخې یې د ریکارډونو په کتاب کې راجستر شي، بلکې داسې ډیر معلومات پکې نغښتي دي چې د ځمکې په اړه د پوهاوي دپاره ګټور ګڼل کیږي.

د اسټرال پوهنتون د ونو د عمر معلومولو کارپوه کارمین ګلوریا روډریګز وايي، ونې د یو پرانیستي کتاب په څېر دي چې په هره حلقه کې یې تاریخي معلومات او رازونه پراته دي.

د ونې د تنې د مختلفو حلقو له پلنوالي څخه معلومیږي چې په کومو کلونو کې بارانونه ډېر وو او یا وچکالي وه.

له دغو حلقو څخه د ونې د عمر په اوږدو کې د زلزلو او اور لګېدلو په اړه هم معلومات ترلاسه کیږي.

د غور نیکه ونه یو تاریخي اثر ګڼل کیږي چې د تیرو زمانو داسې معلومات څرګندولای شي چې تر اوسه پرې انسانان ندي خبر.

کارپوهان وايي که دغه ډول زړې ونې له منځه ولاړې شي نو هغو معلوماتو ته لاسرسی به هم له لاسه ووځي چې معلوموي پر ځمکه باندې د بدلونونو پر وړاندې ژوند څنګه ځان عیار کړی دی.

XS
SM
MD
LG