د لاس رسي وړ اتصالات

داعش ولې غواړي چې توره بوړه ونیسي


د داعش جګړه مارانو په تازه بریدونو کې د تورې بوړې له ځینو سیمو کې څخه وسله وال طالبان شړلي دي
د داعش جګړه مارانو په تازه بریدونو کې د تورې بوړې له ځینو سیمو کې څخه وسله وال طالبان شړلي دي

په ننګرهار کې چارواکي وایي چې د داعش جګړه مارانو په پچیر اګام کې له یو شمېر سیمو څخه طالبان شړلي اوځانونه یې تورې بوړې ته نژدې کړي.

چارواکي وایي د داعش جګړه مارانو د چهارشنبې په شپه ( جون۱۴) بریدونه پیل کړل. په تورې بوړې کې د افغان امنیتي ځواکونو په پرتله وسله وال طالبان ډېره فعاله دي.

د چارو ځیني شننونکي په دې باور دي چې داعش غواړي د تورې بوړۍ ستراتیژیکې سیمې ته ځانونه ورسوي.

دغلته د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن هم پټ و او تر هغه مخکې د روسانو پر وخت جهاد کې ځینو افغان مجاهدینو له دې سیمې پر حکومتي ځواکونو بریدونه کول.

د ننګرهار پوهنتون د سیاسي علومو د پوهنځي استاد هجرت الله اختیار وايي د داعش جګړه ماران پوهیږي چې توره بوړه ډېرې قوي او ژورې څمڅې لري چې په نیولو سره به دغې ډلې ته یوه ښه سرپناه پیدا شي.

ښاغلي اختیار د امریکا غږ خبریال جعفر هاند سره په مرکه کې وویل که داعش توره بوړه ونیوله له دې ځای څخه به د مشرقي او د جنوب- ختیځو ولایتونو ځینو سیمو ته هم لوی خطر پېښ کړي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:07:40 0:00

XS
SM
MD
LG