د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان برېښنا غواړي


د برېښنا ریاست وايي طالبانو د کندز په خواجه غلتان کې د برېښنا دوې پایي الوزولي دي
د برېښنا ریاست وايي طالبانو د کندز په خواجه غلتان کې د برېښنا دوې پایي الوزولي دي

طالبانو ګواښنه کړې چې که د دوې تر ولکې لاندې سیمو ته برېښنا ورنکړل شي، نو دوې به کابل ته د برېښنا مزې پرې کړي.

طالبانو افغان حکومت تورن کړی چې د افغانستان د شمال په ځینو سیمو کې "د تعلیم او تربيي، بريښنا، صحت او نورو خدماتو مخه" نیسي.

وسله والو طالبانو پر افغان حکومت دا تور هم لګولی دی چې د کندز او بغلان ولایتونو په ځینو سیمو کې یې پر خلکو برېښنا پرې کړې ده.

طالبانو ادعا کړې چې د دوي تر ولکې لاندې د کندز د چهاردرې ولسوالۍ، د ګل تیپي د سیمې، د بغلان د پلخمري ولسوالۍ د دهنه غوري، د عمرخیل اکاخیلو او ځینو نورو سیمو کې برېښنا قطع شوې او یا وخت ناوخت قطع کیږي.

طالبانو د دوشنبې د ورځې (مارچ۱۹) په اعلامیې کې ګواښ کړی "ترهغو چې په یادو ساحو کې خلکو ته خدمات بېرته پيل نشي او منظور شوې پروژې تکمیل نشي، ترهغو به په کابل باندې هم برېښنا قطع وي."

خو د برېښنا ریاست وسله وال طالبان د برېښنا د پرې کېدو مسول ګڼي. د برېښنا ریاست په خپل فیسبوک کې لیکلي دي چې د یکشنبې په ماښام د "کندز په خواجه غلتان کې د ملي ګټو مخالفانو د ۲۲۰ کیلو ولت برېښنا پايي ورانې کړي دي."

د دغه ریاست مشر امان الله غالب امریکا غږ ته وویل "له طالبانو او مخالفانو سره موږ مستقیم ارتباط نلرو، موږ خلکو ته خدمت کوو. د انکشافي او زیربنایي پلان له مخې کار کوو، زموږ پروژې په کندز او بغلان کې روانې دي. متاسفانه په کندز کې دوو پایو ته زیان رسولی دی، هغوی زیان رسویل دی. له موږ غوښتل شوي چې جوړې یې کړو، موږ حاضر یو چې دا کار وکړو، خو باید امنیتي ځواکونه زموږ امنیت وساتي. "

دا مهال له منځنۍ اسیا کابل او د افغانستان ځینو نورو سیمو ته برېښنا انتقالیږي چې پر کندز او ځینو نورو شمالي ولایتونو تېریږي.

د نړیوال بانک د ارزونو له مخې شاوخوا ۸۹ سلنه افغان برېښنا ته لاس رسی لري.

XS
SM
MD
LG