د لاس رسي وړ اتصالات

ملابرادر په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر شو


طالبان وايي له امریکایي لوري سره د خبرو د اسانتیا لپاره یې ملا برادر د قطر د دفتر مشر ټاکلی
طالبان وايي له امریکایي لوري سره د خبرو د اسانتیا لپاره یې ملا برادر د قطر د دفتر مشر ټاکلی

پاکستان ملابرادر درې میاشتې وړاندې له بند نه خوشې کړ.

وسله والو طالبانو د خپل غورځنګ یو مخکښ غړی ملاعبدالغني برادر په قطر کې د خپل سیاسي دفتر مشر ټاکلی دی.

طالبانو د پنجشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼې کې وویل چې ملابرادر یې له امریکايي لوري سره د روانو سیاسي خبرو د ځواکمنتیا په موخه ټاکلی دی.‌

له تیرو څلورو ورځو راهیسې د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالب استازو او د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي تر منځ خبرې راوانې دي.‌

د والسټریټ ژورنال د راپور په اساس په دغو خبرو کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په وتلو او د نورو پر ضد د افغان خاورې د نه استعمالولو په اړه پرېکړې شوي دي. لا یو اړخ هم دا خبر رسمي تاید کړی نه دی.

طالبان وايي د ملا غني برادر تر څنګ په دغه غورځنګ ځینې نور بدلونونه هم راغلي، خو په اړه یې جزیات ورکړل شوي نه دي.

ملاعبدالغني برادر چې د طالبانو واکمن قومندان بلل کیده په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې ونیول شو. نوموړی د ۲۰۱۸ کال په اکټوبر میاشت کې له بند نه آزاد شو.

XS
SM
MD
LG