د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د افغانستان په سولې کې کومې ګټې لټوي؟ 


ښالی احمدزی وایي پاکستان طالبان د وسیلو په توګه کاروي چې خپل سیاسي او ستراتیزیک اهداف ترلاسه کړي
ښالی احمدزی وایي پاکستان طالبان د وسیلو په توګه کاروي چې خپل سیاسي او ستراتیزیک اهداف ترلاسه کړي

پاکستاني چارواکي وايي په قطر کې د طالبانو او امریکايي استازو تر منځ د روانې غونډې په تسهیلولو کې یې مرسته کړې ده.

پداسې حال کې چې طالب استازي په قطر کې له امریکايي چارواکو سره په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمولو پر لاروچارو غږیږي، یو شمیر شننونکي پدې اند دي چې پاکستان د دغو خبرو په سمبالولو کې ستر لاس لري.

قطر ته تر رسیدلو وړاندې زلمي خلیلزاد پر ټویټر ولیکل "په سیمه کې د سولې د بهیر د پرمختیا لپاره مې پاکستان ته خپل سفر بشپړ کړ. ښه ملاقاتونه و. زه (د پاکستانیانو) د میلمه پالنې او د افغان سولې لپاره یې د عزم ستاینه کوم.‌ موږ په سم لور روان یو او د پاکستان لخوا د نورو ګامونو په اخیستلو سره به عملي پایلو ته ورسیږو."

پاکستان چې له طالبانو نه د ملاتړ پر سر یې له امریکا سره اړیکې ترینګلې شوې او ولسمشر ټرمپ ترینه میلیاردونه ډالر مرستې سمپولي، اوس ولې د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته کوي او پدغه بهیر کې پاکستانیان کومې ګټې لټوي؟

د امریکا د نبراسکا په پوهنتون کې د افغانستان د مطالعاتو د برخې مشر شیرجان احمدزی وايي که طالبان سوله کوي "پاکستان به دا ګټه وکړي چې د امریکا میلیاردونو ډالرو مرسته به پيا پيل شي. پاکستان په اقتصادي او سیاسي لحاظ له سختو فشارونو سره مخامخ دی او ټوله هڅه یې دا ده چې طالبان د خپلو ابزارو په توګه وګاروي چې د سولې خبرو ته کیني او پر اسلام اباد شته فشارونه او بندیزونه کم او ختم شي."

ښاغلی احمدزی وايي چې په سوله کې د پاکستان بله ګټه دا ده چې په سیمه کې به یې بایللی حیثیت هم تر یوې اندازې بېرته برابر شي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:01 0:00

دا اونۍ امریکايي سناتور لېنډسي ګراهم په اسلام اباد کې پاکستاني چارواکو ته وویل چې که دوي طالبان په افغانستان کې د جګړې درولو ته اړ کړي، نو واشنګټن به ورسره د "ازاد سوداګرۍ تړون" لاسلیک کړي.

د پاکستان او امریکا تر منځ د سوداګرۍ کچه په ۲۰۱۷ کال کې ۶.۴ میلیارده ډالرو وه. د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته،‌ اوس ویل کیږي چې د سوداګرۍ کچه یو څه ټکنۍ شوې ده.‌

پاکستان چې له سختو مالي او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی هڅه کوي د شتمنو هیوادونو مرستې او پانګې ځانته جلب کړي.

که پر پاکستان د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو تورونه او نیوکې د پخوا په څیر پاتي شي، ښايي د امریکا او متحدینو مالي مرستې ترلاسه نکړي.

XS
SM
MD
LG