د لاس رسي وړ اتصالات

د "طالبانو ولکې لاندې سیمې کمې شوې" نه دي


Nepalese protesters, defying a government coronavirus lockdown to take part in a religious festival, clash with riot police, in Lalitpur.
Nepalese protesters, defying a government coronavirus lockdown to take part in a religious festival, clash with riot police, in Lalitpur.

سره له دي چي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر زیات شوی خو یو تازه راپور وايي چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې کمی نه دی راغلی.

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا ځانګړی مفتش (سیګار) په خپل تازه راپور کې د هغو ولسوالیو په اړه معلومات خپاره کړي چې طالبان په کې نفوذ او یا کنترول لري.

که څه هم کره او دقیقې رسمي شمېرې نشته خو سیګار وايي چې طالبان د افغانستان په شاوخوا ۱۵ فیصده خاوره یا حاکمیت او یا هم نفوذ لري.

راپور وايي د " افغانستان د ۴۲۰ ولسوالیو له ډلې په ۲۲۹ ولسوالیو (۵۶.۳٪) باندې افغان حکومت حاکمیت لري. طالبان پر۵۹ ولسوالیو (۱۴.۵٪) باندې کنترول او یا نفوذ لري. پر پاتې ۱۱۹ نورو ولسوالیو (۲۹.۲٪) باندې جنګ روان دی."

افغان حکومت په وار وار دا راپورونه په کلکه ردوي دي او ټېنګار کوي چې طالبان د خرپ او ترپ جنګ کوي او پر سیمو د حاکمیت توان او ظرفیت نلري.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش امریکا غږ ته وویل چې یوازې د "افغانستان ۱۱ ولسوالۍ د طالبانو تر ګواښ لاندې" دي. هغه وویل چې په پاتې ټولو ولسوالیو او ۳۴ ښارونو کې افغان حکومت حاکم دی. خو هغه ونه ویل چي طالبانو د افغانستان په کومو سیمو کې کنترول او یا نفوذ لري.

راپور کې راغلي دي چې په ۲۰۱۸ کال کې طالبانو کوم خاص پرمختګ نه دی کړی، خو تر خپل اغیز او نفوذ لاندې سیمو کې یې منګولې کلکې ښخې دي.

سیګار د دوشنبې په ورځ (اپریل ۳۰) خپل راپور خپور کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې افغان امریکايي چارواکي د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ټرمپ تګلاره، چې پر طالبانو او نورو وسله والو ډلو بمباري هم په کې شامله ده، بریالۍ ګڼي.

طالبانو د ۲۰۰۱ راپدیخوا له افغان او نړیوالو ځواکونو سره په جنګ دي او په وار وار یې د افغان حکومت له لوري د سولې وړاندیزونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG