د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان په غزني کې د املاکو مالیات غواړي


د غزني د قره باغ ولسوال وایي طالبانو د ویالو، زراعتي ځمکو، دکان او موټر مالیات پر خلکو وضع کړي
د غزني د قره باغ ولسوال وایي طالبانو د ویالو، زراعتي ځمکو، دکان او موټر مالیات پر خلکو وضع کړي

طالبانو خبرداری ورکړی چې که خلک مالیات دورنکړي، دوې به مواصلاتي لارې بندې کړي.

د غزني د ناامنو سیمو یو شمیر اوسیدونکي وایي چې طالبانو ورته خبرداری ورکړی چې دوی ته د مالیې د نه ورکولو په صورت کې به دې سیمو ته غزیدلې مواصلاتي لارې وتړي.

د غزني د قره باغ ولسوالۍ یو اوسیدونکي امین ابراهیم‌زوی، وایي طالبان په ناامنو سیمو کې د خلکو نه د عشر او ذکات تر نامه لاندې مالیه ټولوي او حتی د اوبو پر ویالو باندې یې هم مالیه لگولې ده.

ښاغلی ابراهیم زوی دا هم وایي چې ښایي همدا اوس د ناامنو ولسوالیو په لور لارې تړل شوې وي.

د غزني د ولایتي شورا یو غړی خالقداد اکبري وایي نه یواځې د قره باغ په ولسوالۍ کې بلکه د گیرو، آب بند، گیلان او ناوې په ولسوالیو کې چې د طالبانو تر کنترول لاندې دي "د مالیې او عشر موضوع موجوده ده" او دغه ډله له خلکو مالیه ټولوي.

د غزني د ولایتي شورا دغه غړی وایي د دولت د حاکمیت کمزورتیا ددې سبب شوې چې طالبان د خلکو د دعواو د حل کولو په گډون په زیات شمیر مسایلو کې دخیل اوسيږي او د مالیې اخیستلو نه بیرته د دولت په ضد جگړه کې کار اخلي.

له بلې خوا د غزني د قره باغ ولسوال صاحب‌خان الهام، ادعا کوي چې طالبان یواځې دلته نه بلکه د افغانستان په ټولو ناامنو سیمو کې له خلکو مالیه ټولوي.

ښاغلی الهام وایي "طالبانو په ټول افغانستان کې دا کار پیل کړی او اوس یې د قره باغ ولسوالۍ خلکو ته خبرداری ورکړی چې له دې وروسته مالیه طالبانو ته ورکړي او که نه لارې به پرې وتړي". خو هغه وایي تر اوسه لارې نه دي تړل شوي.

هغه وایي طالبانو د ویالو، زراعتي ځمکو، دکان او موټر مالیات پر خلکو وضع کړي او په ډیرو ناامنو سیمو کې یې پیسې هم راټولې کړې دي.

د غزني ولایت د والي ویاند عارف نوي په داسې حال کې چې د طالبانو له لورې د مالیې د اخیستلو په تړاو د اعلامیې خپرول تائیدوي وایي امنیتي ادارې او د غزني ولایت ددې موضوع نه خبر دي او د مرکز نه یې مرستې غوښتې دي. خو هغه دا هم وایي چې تر اوسه طالبانو هیڅ یوه مواصلاتي لار نده تړلې.

طالبانو تر اوسه رسنیو ته په دې هکله څه ندي ویلي. د غزني ولایت اوسیدونکي او مدني فعالینو له دولت غوښتي چې د طالبانو له لورې د عشر تر عنوان لاندې د مالیاتو د ټولولو د مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیسي.

رپوټ: د امریکا غږ خبریال ظفر بامیاني

XS
SM
MD
LG