د لاس رسي وړ اتصالات

کندز کې د طالبانو برید؛ پنځه افغان سرتیري وژل شوي


وسله‌والو طالبانو تېره شپه د کندز ښار اړوند د "شوره خاک" په سیمه کې د افغانستان د ملي اردو ځواکونو پر یوې پوستې برید وکړ، چې په کې افغان ځواکونو ته تلفات اوښتي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې په دغه برید کې د اردو پنځه سرتیري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان د دوشنبې په ورځ د فبروري په ۱۷مه (سلواغې ۲۸مه) وویل، له برید وروسته تازه دمي افغان ځواکونه د ځمکې او هوا له لارې سیمې ته استول شوي او طالب جنګیالي یې په شا تمبولي دي.

هغه وویل، چې په دې نښته کې طالبانو ته هم تلفات اوښتي، خو کره شمېره یې تر اوسه څرګنده شوې نه ده.

وسله‌والو طالبانو په دغه برید کې د افغانستان د ملي اردو او پولیسو د ۱۹ سرتېرو د وژل کېدو او د وسلو او مهماتو د نیولو ادعا کړې ده.

د افغانستان لویدیځ کې د لسګونو طالبانو تسلیمېدل

د افغانستان په شمال کې د جګړې له تاودېدو سره هم‌مهاله، د دغه هیواد د لویدیځو ولایتونو امنیتي چارواکو په غور او هرات کې دولت ته د ۵۶ طالب جنګیالیو د تسلیمېدو خبر ورکړی دی.

د ظفر ۲۰۷ قول اردو د مطبوعاتو مسول جګړن سید ضیا حسیني امریکا غږ ته وویل، چې دغه شمیر طالبان د غور د شهرک ولسوالۍ په "کمج او اسطوره" کلیو او د هرات په چشت ولسوالۍ کې د دولت پر ضد جنګېدل.

ښاغلي حسیني زیاته کړه، چې په تلسیم شویو کسانو کې د ملا نصیر، ملا رباني او ملا حسین په نومونو د طالبانو درې قوماندانان هم شامل دي.

د ظفر د ۲۰۷ قول اردو د معلوماتو په اساس، په وروستیو میاشتو کې ۶۳۸ طالب جنګیالي د افغانستان په لویدیځو ولایتونو کې افغان دولت ته تسلیم شوي دي.

XS
SM
MD
LG