د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت کندز کې د طالبانو له زندانه ۱۷بندیان خوشي کړي


د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، تېره شپه یې په کندز ولایت کې د طالبانو له زندان څخه ۱۷ زندانیان خوشي کړي دي.

ملي امنیت د دوشنبې په ورځ «سلواغې۲۱مه» په یوې اعلامیې کې ویلي چې یاد کسان د دغه ولایت د خان اباد ولسوالۍ په «نواباد» سیمه کې د قاري ولي په نوم د طالبانو د یو قوماندان له قرارګاه څخه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پرمهال راخوشي شوي دي.

ملي امنیت ویلي چې په خوشي شوو کسانو ۱۵ تنه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه او پاتې دوه تنه یې ملکي وګړي دي.

په اعلامیه کې نه دي ویل شوي چې یاد کسان د څه وخت راپدېخوا له طالبانو سره بندیان و.

د افغانستان ملي امنیت همدارنګه ویلي چې د یادو عملیاتو پرمهال یې زیات شمېر جوړ شوي ماینونه او چاودېدونکي توکي هم لاسته ورغلي دي.

بیان وايي چې د یادو عملیاتو پر مهال د طالبانو درې قرارګاوې او د دغه ډلې یو زندان تخریب شوی دی.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د بلخ په ګدون په یو شمېر شمالي ولایتونو کې پوځي عملیات پيل شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت هم روانه میاشت وویل چې په بادغیس ولایت کې هم د طالبانو له زندان څخه ۶۲ تنه ازاد کړي چې ټول افغان امنیتي او دفاعي سرتيري و.

XS
SM
MD
LG