د لاس رسي وړ اتصالات

ولې طالبانو په لویو ښارونو کې بریدونه کم کړي دي؟


د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو پیلیدو سره د افغانستان په لویو ښارونو کې د طالبانو بریدونه په شدت سره کم شوې دي.

خو په کوچنیو ښارونو او اطرافو کې جګړه په خپل حال روانه ده او زیات افغان ځواکونه په نښه کیږي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې چهارشنبه ( جنورۍ ۲۹) په خپره شوې مقاله کې لیکلي چې بریدونو کې کمی د سولې له مذاکراتو سره مستقیمآ ارتباط لري.

راپور وايي په تیرو څو میاشتو کې چې امریکایي پلاوي له طالبانو سره د سولې خبرې له سره پیل کړې دي، طالبانو د افغانستان په لویو ښارونو کې د پخوا په څیر بریدونه نه ‌دي کړي، خو دا ورځپاڼه څرګندوي چې له ښارونو بهر حملې زیاتې شوې دي.

سرچینه وايي طالبانو موافقه کړې ده چې په افغانستان کې پر امریکایي پوځیانو بریدونه ونه ‌کړي.

دفاع وزارت د بریدونو د کمیدو مسله ردوي او وایي چې په ۲۰۱۹ کال کې د خالد په نوم د تهاجمي عملیاتو له پیلیدو سره د افغان ځواکونو تلفات کم شوي، له دفاعي حالت څخه وتلي او تهاجمي حالت یې خپل کړی دی.

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي امریکا غږ ته وویل چې سږکال ژمی متفاوت دی، هغه فشارونه چې په اوړي کې پر دښمن وارد کړي وو، په ژمي کې هم دوام لري.

ښاغلی احمدزی وايي "د مشترک او منظم نظامي پلان پر اساس باندې د هیواد په بیلابیلو سیمو، مشخصآ په هغو سیمو کې چې امنیتي تهدیدات په لوړه کچه کې وو، دوی خپل عملیاتونه ترسره کړل، او ددغو عملیاتو په پایله کې موږ وتوانیدلو چې د هیواد دښمنانانو ته په لوړه کچه تلفات واړوو، د دوی د والیانو، قوماندانانو د سرې قطعې د قوماندانانو د نظامي کمیسیون له مشرانو نیولې او دغه راز مهم او کلیدي افراد یې له منځه لاړل. "

روېټرز خبري اژانس وايي چې په تیرو څو ورځو کې لږ تر لږه ۲۹ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او دفاع وزارت د اوونۍ په پیل کې د ۵۱ طالبانو د وژلو ادعا وکړه.

د سې شنبې په ورځ (جنورۍ ۲۸) هم د غزني په ده ‌یک ولسوالۍ کې په هغه ځای کې چې امریکایي الوتکه لوېدلې وه، د افغان کمانډو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه وشوه.

امریکایي E11A ډوله پوځي الوتکه د دوشنبې په ورځ (جنورۍ ۲۷) د غزني په ده ‌یک ولسوالۍ کې وغورځیدهاو د دې پیښې مسؤلیت طالبانو ومانه،خو امریکایی لوری وایي چې داسې نښې نښاني نه‌ لیدل کیږي چې دا الوتکه دې د دښمن لخوا نسکوره شوې وي.

په وروستیو ورځو کې په کابل، ننګرهار، هرات او نورو ښارونو کې لوی بریدونه شوې نه دي، خو په کندز او بغلان او یو شمیر نورو ځایونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه توده شوې او دواړو لورو یو بل ته د تلفاتو د اړولو ادعا کړې ده.

د یو بل خبر له مخې په تیره یوه لسیزه کې په پاکستان کې ترهګریز بریدونه تر پنځه اتیا فیصده کم شوې دي.

دا د پاکستان لپاره ښه خبر دی، خو په پاکستان کې د ترهګرو ډلو د تمویل او د هغوی د ملاتړ په برخه کې د نړیوالو اندیښنې کولای شي په افغانستان کې د سولې راتلونکی قرارداد لپاره آزمایښت وبلل شي.

اسوشیتید پرس خبري آژانس وايي په ۲۰۰۹ کال کې په پاکستان کې نږدې ۲۰۰۰ بریدونه شوې وو، خو په ۲۰۱۹ کال یوازې ۲۵۰ بریدونه شوې دي، د بریدونو دا کمښت په دوامداره توګه له ترهګرۍ سره د مبارزه ښکارندوي کوي.

په پاریس کې د څار یوې نړیوالې ادارې په تیر اکتوبر میاشت کې ویلي چې پاکستان د ترهګرۍ د مالي ملاتړ مخنیوي لپاره په کافي اندازه کار نه دی کړی.

یو شمیر متقاعد امریکايي جنرالان وايي چې په افغانستان کې د پنځه اتیا فیصده کارول کیدونکو ماینونو، سرچینه پاکستان دی.

یو امریکايي متقاعد جنرال جک کین وايي "موږ کره شواهد او حقایق لرو، دا اټکل او قیاس نه دی بلکې حقیقت دی پاکستان په دوو ځایونو میرانشاه او کویټه کې طالبانو سره مرسته کوي."

په پاریس کې د څار یوه نړیواله ادارې په تیر اکتوبر میاشت کې ویلي چې پاکستان د ترهګرۍ د مالي ملاتړ مخنیوي لپاره په کافي اندازه کار نه دی کړی.

دغه ډله د راتلونکې میاشت په غونډه کې پریکړه کوي چې پاکستان له خړ لست څخه تور لست ته د ایران او شمالي کوریا څنګ ته راکښته کړي که نه، هغه څه چې کولای شي د پاکستان اقتصاد له ننګونو سره مخ کړي.

د مالي اقدام کاري ډله یا فایننشل اکشن ټسک فورس چې د ترهګرو مالي سرچینو په هکله څیړنې کوي وايي، چې د ترهګرو د مالي ملاتړ د مخنیوي او پیسو منځلو په برخه کې پاکستان د څلویښتو مواردو څخه یوازې یو مورد عملی کړی دی.

XS
SM
MD
LG