د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي "دوعاګانو" ملابرادر له بنده آزاد کړ


طالبان وايي د ملا برادر په خوشې کېدو کې کومه معامله نه ده شوې
طالبان وايي د ملا برادر په خوشې کېدو کې کومه معامله نه ده شوې

طالبانو د ملابرادر د آزادیدلو خبر تایید کړی خو دا يې ندي ویلي چې نوموړی اوس چیرې دی.

وسله وال طالبان وايي د دوی یو پخوانی مشر ملا عبدالغني برادر په پاکستان کې له نهه کلن زندان څخه ورورسته خوشې شوی دی.

د طالبانو په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې د ملا برادر په خوشې کېدو کې هېڅ ډول معامله نه ده شوې، خو وايي هغه "دعاګانو او د لوی الله نصرت" د پاکستان له بند نه آزاده کړ.

طالبانو دا ندي ویلي چې ملابرادر له خوشې کیدلو وروسته چیرته تللي؟ خو وايي د نوموړي روغتیا ښه ده.

ځینو رسنیو بیا لیکلي چې پاکستان د امریکا د فشارونو او په ځانګړې توګه د زلمي خلیلزاد په غوښتنه، ملابرادر له بنده خوشې کړی. ښاغلی خلیلزاد د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د باندنیو چارو د وزارت سلاکار دی او دوه اونۍ وړاندې یې له پاکستاني چارواکو، طالب استازو او افغان چارواکو سره د سولې د بهیر د پیلولو په اړه خبرې وکړې.

د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده چې د طالبانو اړوند مسایل له نژدې څاري وايي چې ښايي د ملا برادر خوشې کېدل د زلمي خلیلزاد د سولې د هلو ځلو سره تړاو ولري. هغه وویل چې ملا براد غوندې کسان اوس په طالبانو کې ډیر اغیز نلري.

په همدې حال کې راپورونه وايي چې له ملا برادر سره د وسله والو طالبانو یو بل قومندان ملا عبدالصمد ثاني او ملا محمد رسول هم خوشي شوي دي.

د ملا ثانې په اړه ډېر معلومات نه دي ورکړل شوي خو ملا رسول د طالبانو د عالي شورا یو مهم غړی و.

XS
SM
MD
LG