د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي‌ په ډیورېنډ د وروستیو ستونزو په اړه پاکستان سره غږېږي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې د رامنځته شوو ستونزو په اړه له اسلام اباد سره خبرې کوي.

د بهرنیو چارو وزارت وباند عبدالقهار بلخي پرون ناوخته جنورۍ څلورمه (مرغومې ۱۴) ویلي چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې وروستیو رامنځته شوو پېښو د افغانستان او پاکستان د مسؤلینو تر منځ د خبرو اړتیا پيدا کړې ده.

نوموړي زیاته کړې چې دوی د خبرو او تفاهم له لارې د ستونزو پر اواري او ښه ګاونډیتوب باور لري.

ښاغلي بلخي وویل: "د افغانستان اسلامي امارت چې د تفاهم او د خبرو اترو له لارې د ستونزو پر اواري او ښه ګاونډیتوب باور لري، پاکستاني لوري سره به د ديپلوماتيکو چينلونو له لاري په دې اړه خبرې اتري وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي روانه اونۍ وویل چې له افغانستان سره پر ګده د امنیتي کټارو په هکله د "ځینو مغشوشتیا" د حل لپاره د دیپلوماتیکي لارو چارو د لارې په افغانستان کې د طالبانو سره په اړیکه کې دي.

ښاغلي قریشي د دوشنبې په ورځ جنوري ۳ (مرغومي۱۳) په اسلام آباد کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې هیواد یې د خپلو ګټو د خوندیتوب هوډ لري او په یو اړخیزه توګه به د افغانستان سره په ګډې پولې د کټارو لګولو کار روان ساتي.

د پاکستان دغه جګپوړي دپلومات د طالبانو د سرحدي ځواکونو د هغو تازه هڅو په هکله خبرې کولې چې ګنې پاکستان نه پریږدي په پولې کټارې ولګوي. طالبانو همدا تیره اوونۍ د کټارو یوه برخه ونړوله.

په همدې حال کې د طالبانو د دفاع وزارت یو ویاند د یکشنبې په ورځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې د کټارو لګول وغندل او وویل چې پاکستان "د ډیورنډ په کرښې د اغزن تار لګولو هیڅ حق نلري چې د کرښې په داړو خواوو کې دوه قومونه سره ویشي".

پاکستان د ډیورنډ په کرښې د اغزن تار لګولو کار په ۲۰۱۷ کال کې پدې نیت پیل کړ چې د غیرې قانوني وسله والو او قاچاق مخه ونیسي.

پاکستاني چارواکي وایي چې د امنیتي کټارو د لګولو کار ۹۰ په سلو کې بشپړ شوی.

خو طالب سرتیرو په دې وروستیو کې په هلمند، نیمروز، زابل او د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د پاکستاني ملېشو لخوا د امنیتي کټارو لګولو مخه نیولې ده.

XS
SM
MD
LG