د لاس رسي وړ اتصالات

په ټورانټو کې یو کس په موټر لس تنه وژلي


د کاناډا په ټورانټو ښار کې یو کس په موټر پیاده خلک وهلي، لس تنه یې وژلي او پنځه لس تنه نور یې زخمي کړیدي.

په کاناډا کې یو کس پر پیاده خلکو موټر خیژولی دی او لس تنه یې وژلي دي. په پیښه کې پنځه لس تنه ټپي شوي هم دي چې د ځینو کسانو روغتیایي حالت جدي دی.

د کاناډا د پولیسو یو مقام مارک سندرز، ویلي دي چې د "الک میناسیان" په نامه یو ٢٥ کلن ځوان یې ددې پیښې په ارتباط نیولی دی.

ښاغلي سندرز وویل چې "پیښه بشپړه عمدی بریښي"، خو ددغه کار د انگیزې په اړه یې څه ونه ویل. هغه زیاته کړه چې ددې پیښې تورن چې د ټورانتو ښار په شاوخوا کې ژوند کوي، د پولیسو سره جرمي سوابق نه لري.

یو عیني شاهد وایي چې هغه دغه موټروان ولیده چې په قصدي ډول یې په پیاده کسانو موټر وخیژاوه.

د ټورانټو د پولیسو مشر پیټر یوین یوې مطبوعاتي غونډې ته وویل چې دا به یوه اوږده تحقیقاتي پروسه وي.

د کاناډا د ولسي امنیت وزیر رالف گډیل هم د حمله کونکی د اهدافو په اړه د تبصرې نه ډډه کړیده. هغه وویل, "تحقیقات روان دي او لا تراوسه پورې مونږ مکمل معلومات نلرو. دا څرگنده ده چې پولیس به اوس پدی هکله تحقیقات کوي چې دا پیښه ولې وشوه."

داسې ویل کیږي چې دا پیښه د ټورانټو په نژدی تاریخ کې یوه بیسارې پیښه ده.

XS
SM
MD
LG