د لاس رسي وړ اتصالات

ترکي ځواکونه سوریې ته ننوتي


ترکي سرتیري، ټانکونه او پوځي موټرې د سوریې ادلیب ولایت ته ننوتي دي
ترکي سرتیري، ټانکونه او پوځي موټرې د سوریې ادلیب ولایت ته ننوتي دي

ترکیې د سوریې د ادلیب ولایت ته سرتیري استولي چې په سیمه باندې د جهادي ډلو ولکه پای ته ورسوي.

د ترکیې پوځي چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې ترکي قواوی د سیمې د څارنې لپاره پوستې جوړوي.

د ترکیې د حریت ورځپاڼې د رپوټ له مخې دې هیواد د سوریې شمال لویدیځ ته ١٠٠ سرتیري او ٣٠ پوځي وسایط لیږلي دي. ورځپاڼه زیاتوي چې نورې قواوی به په راتلونکو څو ورځو کې واستول شي.

ترکي ځواکونه د ازادې سوریې د پوځ ملاتړ کوي چې د بشارالاسد د رژیم پرزول غواړي.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ په یوه تلویزیوني وینا کې هغو عملیاتو ته په اشارې چې د پنجشنبې په ورځ پیل شوي وویل "مونږ ویلي وو چې مونږ به ناڅاپه یوه شپه راشو او تیره شپه...مونږ عملیات پیل کړل".

ښاغلي اردوغان زیاته کړه "دا مونږ یو چې د سوریې سره ٩١١ کیلومتره اوږده پوله لرو، او مونږ د گواښ سره مخامخ شوي یو".

په ترکیه کې شاوخوا درې ملیونه سوري او عراقي مهاجر اوسیږي. امنیتي کاپوهانو خبرداری ورکړی چې کیدای شي ترکیه نه یواځې د بشري ناورین سره مخامخ شي بلکه ممکن د هغو جهادیانو له لورې د گواښ سره مخامخ شي چې د سوریې په ادلیب کې میشت دي.

په سوریه کې د ترکیې پوځي مانورې وروسته له هغې پیل شوې چې تیره میاشت د ترکیې، روسیې او ایران دیپلوماتانو سره په استانه کې ولیدل او موافقه یې وکړه چې په ادلیب کې یوه بیطرف زون ایجاد شي او څارونکي ورته ولیږل شي.

XS
SM
MD
LG