د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا سوري یاغیانو ته د وسلو ورکول بند کړل


ترکیه چې د کردي یاغیانو پر ضد مبارزه کوي، د امریکا له لورې کردي جنگیالیو ته د وسلو ورکولو سره جدي مخالفه ده
ترکیه چې د کردي یاغیانو پر ضد مبارزه کوي، د امریکا له لورې کردي جنگیالیو ته د وسلو ورکولو سره جدي مخالفه ده

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ تصمیم نیولی چې د سوریې معتدلو یاغیانو ته د وسلو ورکول او د هغوی د روزنې پټ پروگرام بندوي.

روسیې د اوږدې مودې راهیسې له امریکا غوښتل چې دغه پروگرام ختم کړي.

د واشنگټن پوست د رپوټ له مخې چارواکو دې ورځپاڼې ته ویلي چې ددې عملیاتو پای په دې معنی ده چې ښاغلی ټرمپ په سوریه کې د روسیې سره د گډ کارکولو علاقه لري.

دا پرگرام په ٢٠١٣ کې د امریکا د پخواني جمهور رئیس باراک اوباما ادارې د سوریې پر جمهور رئیس بشارالاسد باندې د فشار په مقصد پیل کړ چې له دنده گوښه شي. خو وروسته له هغې چې مسکو دوه کاله مخکې سوریې ته ځواکونه واستول ددې پروگرام ملاتړي هم د هغې د گټې په اړه مطمین نه وو.

د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو د مسؤل مرستیالې سارا ساندرز په دې هکله له تبصرې ډډه کړې او ویلي یې دي چې په دې هکله له بحثونو نه ده خبره. د سه شنبې په ورځ په ډاگه شوه چې ټرمپ او پوتین د روانې میاشتې په پیل کې په نړیواله غونډه کې په دې هکله خبرې کړې وې.

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې سي آی ای هم په دې رپوټ باندې له تبصرې ډډه کړې ده.

سپینې ماڼۍ دمخه بشارالاسد غانده او درې میاشتې دمخه یې د سوریې پر هغه هوایي اډې بمباري وکړه چې د امریکا متحده ایالاتو د سوریې رژیم ملامت کړ چې ددې اډې نه یې پر خپلو خلکو باندې کیمیاوي وسلې استعمال کړې دي.

د ټرمپ-پوتین د لیدنې کتنې وروسته د امریکا متحده ایالاتو او روسیې د سوریې په جنوب لویدیځ کې د یو نوي اوربند د موافقې اعلان وکړ چیرته چې د سي آی ای په ملاتړ زیات شمیر سوري یاغیانو فعالیت کاوه.

له بلې خوا د رپوټ له مخې د امریکا پوځ به په سوریه او عراق کې د ایتلافي ځواکونو د هوایي بریدونو مشرۍ ته دوام ورکړي او همداشان د سوریې د دموکراتیکو قواو په گډون د نورو سوري یاغیانو وسله وال کولو ته دوام ورکړي چې د داعش پر ضد جنگیږي. ددغو یاغي قواو زیاته برخه کردان دي.

ترکیه چې د څو لسیزو راهیسې د کردي یاغیانو پر ضد مبارزه کوي، د امریکا له لورې کردي جنگیالیو ته د وسلو ورکولو سره جدي مخالفت کوي، خو امریکا ویلي دي چې د رقه ښار د ماموریت له بشپړیدو وروسته به له کردي جنگیالیو نه وسلې بیرته واخلي.

XS
SM
MD
LG