د لاس رسي وړ اتصالات

تېر میلادي کال په افغانستان کې ۴۸۸ ښوونځي تړل شوي – اوچا


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، تېر میلادي کال په افغانستان کې د ناامنیو له امله ۴۸۸ ښوونځي تړل شوي او یا تخریب شوي دي.

دغې ادارې په خپل میاشتني راپور کې ویلي، چې د دغو ښوونځیو د تړل کېدو له امله ۱۵۰زره زده کوونکي، چې ۷۲زره یې نجونې دي له ښوونې او روزنې بې‌برخې شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې د دغو ښوونځیو لویه برخه په اروزګان، پکتیکا او لوګر ولایتونو کې موقعیت لري.

اوچا ویلي، په ۲۰۰۲ کال کې شاوخوا یو میلیون افغان ماشومانو ښوونځیو ته لاسرسی درلود او په ۲۰۱۹ کې دا کچه ۸.۵ میلیونو ته ورسېده، خو په افغانستان کې روان تاوتریخوالي، بې‌وزلي او د ښوونځیو په نښه کول د دغه هیواد د پوهنې سکتور تر فشارونو لاندې راوستی دی.

په راپور کې راغلي: "د ښوونځي په شرایطو برابر د هرو درېیو ماشومانو له جملې یو ماشوم، چې شمېر یې شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان ته رسېږي، له ښوونځیو محروم پاتې دي".

د اوچا د معلوماتو په اساس د دغو ماشومانو له شمېرې ۶۰ فیصده یې نجونې دي، چې په ځینو ولایتونو کې دا شمېره تر ۸۵ فیصدو رسېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې دغه راز ویلي، چې شاوخوا ۹۵ فیصده معلولیت لرونکي افغان ماشومان هم له ښوونځیو څخه بې‌برخې دي.

دغې ادارې د معلولیت لرونکو افغان ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په ټولنه کې د دغو ماشومان غوښتنو ته ډېره لږه پاملرنه کېږي.

د افغانستان د پوهنې وزارت تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم په خپل وروستي راپور کې د معلولیت لرونکي افغانانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي، چې دوی خپلو لومړنیو بشري حقونو ته لاسرسی نه لري.

دغه کمېسیون ویلي، چې په افغانستان کې معلولیت لرونکي وګړي له مختلفو جدي ستونزو سره مخامخ دي او اکثره یې د روغتیا، زده‌کړو او کار په څیر خپلو اساسي بشري حقونو ته کافي او بشپړ لاسرسی نه لري.

XS
SM
MD
LG