د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان پوهنې سره د عامو افغانانو د ۷۷۰ میلیونه افغانیو مرسته


د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، چې په دېرشو ولایتونو کې عامو افغانانو له دغه وزارت سره څه باندې ۷۷۰ میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.

د پوهنې وزارت ویاندې نوریې نزهت د سې‌شنبې په ورځ د جنوري په ۲۱مه (سلواغې ۱) امریکا غږ ته وویل، چې دا مرستې په ۱۳۹۸ تعلیمي کال کې د خوست، دایکندي، کاپیسا، وردک، سرپل، بامیان، پنجشیر، سمنګان، بادغیس، کندهار، بلخ، نیمروز، کابل، هلمند، جوزجان، لوګر، هرات، پکتیا، غزنی، فراه، لغمان، کنړ، ننګرهار، پروان، فاریاب، بغلان، زابل، تخار، بدخشان او پکتیکا ولایتونو د اوسېدونکو له خوا شوې دي.

آغلې نزهت زیاته کړه: "دا مرستې د ۷۱۳.۲۵۵ جریبه ځمکو ورکولو، چې مالي ارزښت یې ۳۴۲ میلیون او ۸۹۷زره او سل افغانۍ دی، د ۲۱۰ درسي ټولګیو جوړولو، د اتو ښوونځیو لپاره د نوې ودانیو جوړولو، د ۳۸۸۷ میز او څوکیو ترمیمولو، ښوونځیو ته د ۴۶۲ زره او ۳۵۶ میز او څوکیو ورکولو، د ټولګیو رنګولو، ښوونځیو ته د لابراتوار د وسایلو برابرولو، د درسي کتابونو چمتو کولو او د ښوونځیو د نورو اړتیاو د پوره کولو په برخو کې شوې دي".

د پوهنې وزارت ویاندې وویل، چې دا مرستې د ښوونځیو د شوراګانو له خوا راټولې شوي او د همدې شورا تر څارنې لاندې مصرف شوې دي.

د ښوونځیو په شوراګانو کې ښوونکي، د زده‌کوونکو والدین، ملا امامان، د محلي شورا غړي او د سیمې قومي مشران شامل دي.

د آغلې نزهت پر وینا، د ښوونځیو شوراګانو د مرستو د راټولو ترڅنګ، د نجونو د تعلیم د ارزښت په اړه نږدې ۸۵۰۰ کسانو ته پوهاوی هم ورکړی دی.

د پوهنې وزارت د معلوماتو په اساس، د افغانستان شاوخوا ۱۴زره ښوونځي شوراګانې لري او ټاکل شوې چې په ټولو ښوونځیو کې ورته شوراګانې فعالې شي.

د افغانستان له پوهنې سره دا مرستې وروسته له هغې شوي، چې د پوهنې وزارت له ۱۳۹۷ کال څخه نیولې تر ۱۴۰۹م کاله پورې د پوهنې لسیزه نومولې ده.

XS
SM
MD
LG