د لاس رسي وړ اتصالات

د سرپل اوسېدونکي خپله ځمکه د نجونو ښوونځي ته بخښلې


حاجي فیض الله کاکا
حاجي فیض الله کاکا

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د حاجي فیض الله په نوم د سرپل ولایت د ګوسفندي ولسوالۍ اوسيدونکي خپل ۲زره متره مربع ځمکه په وړیا ډول د نجونو د یوه ښوونځي د جوړولو لپاره ورکړې ده.

د پوهنې وزارت ویاندې نوریه نزهت د شنبې په ورځ د «سلواغې پر ۱۲مه» امریکا غږ اشنا ته وویل چې د ورځې په نرخ د فیض الله د ځمکې هر بسوه له دوه لکه افغانیو څخه زیاته بیه لري.

اغلې نزهت زیاته کړه چې په دغه ځمکه کې به «د ګوسفندي ولسوالۍ د نجونو روز مثقال لېسه» جوړه شي چې د کار په پای ته رسېدو سره به د ګوسفندي ولسوالۍ د نجونو لپاره د زده کړو زمینه برابره شي.

د سرپل ولایت د پوهنې ریاست هم د سیمه ییزو چارواکو، د ښوونځیو د استادانو او قومي مشرانو په حضور کې د حاجي فیض الله کاکا د دغه کار ستاینه کړې ده.

د سرپل ولایت د پوهنې ریاست د دغه ولایت له اوسېدونکو څخه غوښتي چې د پوهنې بهیر د پرمختګ په برخه کې د یاد ولایت له پوهنې سره مرسته وکړي او خپلو ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره کړي.

تر دې مخکې د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ یوه ملازم سخي داد هم په خپلو شخصي پیسو د ١٥٠ زره افغانیو په ارزښت یو ښوونځي ته درې درسي خونې جوړې کړي وې.

د کشم ولسوالۍ د قره بلاق کلي د ابتدايي ښوونځي ملازم سخي داد

دا پداسې حال کې دي چې څه موده وړاندې د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ اوسیدونکي وکیل شاه خان، خپله دوه جریبه شخصي ځمکه د نجونو د یو ښوونځي جوړیدو لپاره د ښوونې وزارت ته وبخښله.

د حاجي یونس په نوم یو بل ۵۵ کلن افغان هم په خپل دوه میلیونه افغانیو د دایکندي د پاتو ولسوالۍ په قول‌زین کلي کې یو ښوونځی جوړ کړی و.

نوموړي امریکا غږ ته وویل چې د کلي ماشومان یې د محرومیت او لرې واټن له امله ښوونځي ته تللی نشول، نو ځکه یې تصمیم ونیو چې دغو سلګونو ماشومانو ته په خپل کلي کې د زده‌کړې زمینه برابره کړي.

حاجي یونس
حاجي یونس

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د افغانستان د پوهنې وزارت ویلي و چې د افغانستان د ۳۰ ولایتونو اوسېدونکو د ۷۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د پوهنې له وزارت سره مرسته کړې ده.

د پوهنې وزارت ویلي و چې په دغه مرستو کې د ۳۴۲میلیونو او ۸۹۷ زره افغانیو په ارزښت د۷۱۳/۲ جریمه ځمکه او ۲۱۰ درسي ټولګیو او د ښوونځیو لپاره د ۸ ودانیو جوړول شامل دي.

دغه وزارت تېره چهارشنبه همدارنګه وویل چې د روان ۱۳۹۸ کال له پیل څخه بیا تر دا مهاله د بېلابېلو بنسټونو لخوا د پوهنې له بهیر سره د څه باندې یو میلیون کتابونو مرسته شوې ده چې ۹۰ سلنه یې دریسي کتابونه دي.

XS
SM
MD
LG