د لاس رسي وړ اتصالات

نیکي هیلي: پر سوریې باندې بریدونه 'غچ اخیستنه او د ځواک ننداره' نه وه


په ملگرو ملتونو کې د امریکا د متحده ایالاتو استازې نیکي هیلي
په ملگرو ملتونو کې د امریکا د متحده ایالاتو استازې نیکي هیلي

په ملگرو ملتونو کې د امریکا د متحده ایالاتو استازې نیکي هیلي د شنبې په ورځ وویل چې پر سوریې باندې د تیرې شپې بریدونه "غچ اخیستنه یا د ځواک ننداره" نه وه، بلکه یواځې پدې خاطر وشول چې د سوریې د جمهور رئیس بشارالاسد له لورې په راتلونکې کې د نورو دا ډول بریدونو مخه ونیول شي.

میرمن هیلي چې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې یې خبرې کولې همداشان پر روسیې باندې په انتقاد سره وویل چې مسکو د شنبې د ورځې له سهار راهیسې د "ناسمو معلوماتو" د ترلاسه کولو کمپاین پیل کړی، خو ټینگار یې وکړ چې د روسیې نیت چې "د عامه افکارو له بدلیدو له ناهیلي" نه سر چینه اخلي، نشي کولای حقایق بدل کړي.

نیکي هیلي پدې ټینگار وکړ چې امریکا او متحدینو یې شپږ ځلې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې هڅه کړې چې د دیپلوماسۍ له لارې د اسد د رژیم "د کیمیاوي وسلو له شر نه" خلاص شي، خو روسیې هر ځل د امنیت شورا پریکړه ویتو کړه.

مسکو او دمشق د امریکا او د هغه د متحدینو ادعاوی ردوي چې وایي د جمهور رئیس اسد پلوي ځواکونو تیره اونۍ د اپریل په اوومه نیټه د دوما په سیمه کې د کیمیاوي وسلې نه کار اخیستي چې لږ تر لږ ۴٠ کسان چې ښځې او ماشومان په کې شامل وو وژل شوي او په لسگونو نور ملکي کسان ناروغه شوي دي.

خو میرمن هیلي په زغرده وویل چې "زیات شمیر معلومات څرگندوي چې د سوریې رژیم د اپریل په اوومه په دوما کې کیمیاوي وسله استعمال کړې ده". هغې ټینگار وکړ چې د هغو ماشومانو انځورونه چې د کیمیاوي وسلې د استعمال په نتیجه کې مړه شوي "د درواغو خبر" نه و بلکه "د سوریې د رژیم د غیر انساني او وحشي عمل نتیجه" وه.

له بلې خوا د امنیت شورا په غونډه کې د روسیې استازي واسیلي نبونزیا وویل چې د امریکا پر مشرۍ د کروز میزایلو حملو د سوریې کړکیچ د سیاسي حل لاره گواښلې ده.

د ناتو هیوادونو استازو هم د شنبې په ورځ د ناټو سازمان په مقر کې په یوه ځانگړې غونډه کې د امریکا، بریتانیا او فرانسې د هم آهنگو بریدونو ملاتړ وکړ چې د امریکا د متحدینو په باور د اسد د رژیم د کمیاوي وسلو ځواک یې په پام وړ اندازه راکم کړی دی.

پدې ترڅ کې د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوتیرش، د شنبې د ورځې په غونډه کې وویل چې د روسیې او متحده ایالاتو مقاماتو ویلي دي چې د تیرې شپې په بریدونو کې ملکي وگړو ته تاوان ندی رسیدلی، خو ټینگار یې وکړ چې ملگرو ملتونو تر اوسه په مستقله توگه دغه رپوټ ندی تائید کړی.

ښاغلي گوتیرش بیا هم د سوریې د لانجې په سیاسي حل ټینگار وکړ.

XS
SM
MD
LG