د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف تیرو درې میاشتو کې افغان ماشومانو ته ۵۳۵۰ درسي ټولګي جوړ کړي


د یونیسف په مرسته جوړ شوی درسي ټولګی
د یونیسف په مرسته جوړ شوی درسي ټولګی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) وايي، په تیر درې میاشتو کې یې په ټول افغانستان کې ماشومانو ته د زده کړې ۵۳۵۰ ټولګي برابر کړي دي.

یونیسف پنجشنبه نومبر ۲۵ (لېندۍ ۴) وویل چې په دې سره په ټول افغانستان کې ۱۴۲۷۰۰ ماشومانو ته د زده کړو امکانات برابر شوي دي.

خو د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق دا هم ویلي چې په افغانستان کې اوسمهال له څلور میلیونه څخه زیات ماشومان له زده کړو څخه محروم دي چې نیمايي نجونې دي.

یاد سازمان ویلي چې په دې برخه کې زیات کار ته اړتیا ده.

یونیسف د افغانستان په لیري پرتو سیمو کې د څه وخت راپدېخوا له ښوونځیو څخه محروم ماشومانو ته د تعلیم رسولو پروګرام پيل کړی دی.

یونیسف مخکې ویلي و چې په تیرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د تعلیم په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی او په وینا یې د ښوونځیو شمېر دوه برابره شوی دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي چې په ښوونځيو کې د ماشومانو شمېر له یو میلیون څخه ۹.۵ میلیون ته لوړ شوی دی.

یونیسف په ټولو اړخونو غږ کړی چې په افغانستان کې د ټولو ماشومانو لپاره د تعلیم ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي د نجونو پر مخ بند دي، خو تیره ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې راتلوونکی کال به ښوونځي او تعلیمي مرکزونه د نجونو پر مخ خلاص شي.

XS
SM
MD
LG