د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د کرکټ د یوې ورځنیو لوبو امتیاز ترلاسه کړ


په متحدو ایالتونو کې کرکټ ډېر دود نه دی او ډېر لوبغاړي یې د اسیا او ویسټ انډیز دي
په متحدو ایالتونو کې کرکټ ډېر دود نه دی او ډېر لوبغاړي یې د اسیا او ویسټ انډیز دي

د متحدو ایالتونو د کرکټ ملي لوبډلې په لومړي ځل د کرکټ د یوې ورځنیو نړیوالو لوبو امتیاز/درجه ترلاسه کړه.

امریکا په نمیبیا کې د کرکټ د نړیوالې شورا د دویم ډیوېژن په سیالیو کې هانګ کانګ ته په ماتې ورکولو دا امتیاز وګاټه. البته د متحدو ایالتونو لوبډلې په ۲۰۰۴م کې په چمپین ټرافي کې دوې یوې ورځنۍ نړیوالې لوبې کړې وې.

امریکا په ۵۰ اورونو کې هانګ کانک ته د ۲۸۰ منډو هدف ورکړ خو د هانګ کانګ یوازې ۱۹۷ منډې وکړې. دا د متحدو ایالتونو د کرکټ په تاریخ کې لومړی ځل دی چې دغه هېواد د کرکټ د نړیوالو لوبو امتیاز ترلاسه کوي.

د دې امتیاز یوه ګټه به دا وي چې د کرکټ نړیواله شورا به متحدو ایالتونو ته بودیجه لوړوي، په دغه هېواد کې به د کرکټ د ودې لپاره امکانات برابروي او د متحدو ایالتونو لوبډله اوس کولی شي چې د نړۍ له هرې لوبډلې سره سیالي وکړي.

په متحدو ایالتونو کې کرکټ ډېر دود نه دی او ډېر لوبغاړي یې د اسیا او ویسټ انډیز دي. خو اوس داسې هلې ځلې روانې دي چې دا لوبه په امریکا کې هم لا دود شي.

د متحدو ایالتونو تر څنګ عمان هم د یوې ورځنیو نړیوالو لوبو امتیاز ترلاسه کړ.

XS
SM
MD
LG