د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د ازبکستان سره ښې اړیکو لرو او دوام یې غواړو


طالبانو د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف سره تر لیدنې وروسته ویلي چې له دغه هیواد سره ښې اړیکې لري او په راتلوونکي کې به هم دوام ولري.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر تیره ورځ اکتوبر اوومه (تلې ۱۵) د یو حکومتي پلاوي مشرۍ کابل ته راغلی او له طالب چارواکو سره یې لیدلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وویل چې دواړو لورو په دغه لیدنه کې د کابل او تاشکند تر منځ د لویو اقتصادي پروژو په ځانګړي ډول د برېښنا پروژې، د اوسپنې پټلۍ او مزارشریف د هوايي ډګر د رغولو په اړه خبرې کړي دي.

ښاغلي متقي زیاته کړې چې د طالب چارواکو او ازبکستاني پلاوي ترمنځ ملاقاتونه به دوام ولري او ډېر ژر به د دواړو هیوادونو ترمنځ د څو اقتصادي پروژ کارونه پیل شي.

د طالبانو د سرپرستې کابینې د ریاست الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم ویلي چې ازبکستان له طالبانو سره ښه اړیکې لري او دغه اړیکې به په راتلوونکې هم دوام ولري.

ښاغلي حنفي زیاته کړې: "موږ هیله لرو چې له ټولو ګاونډيانو سره ښه اړیکې ولرو، او اقتصادي اړیکې زموږ د ټولو ګاونډیانو په ګټه دي."

پر همدې مهال باختر دولتي خبري آژانس د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزیر له قوله ویلي چې هیواد یې تل د کابل او تاشکند ترمنځ پر ګډو ګټو تمرکز کړی دی او د ازبکستان سیاست د افغانستان اړوند نورو مسائلو سره اړیکه نلري.

ښاغلي کاملوف زیاته کړې چې ازبکستان به افغانستان ته د برېښنا او سوداګرۍ د انتقال په برخه کې پر خپلې ژمنې ولاړ وي.

پر کابل د طالبانو تر حاکمیت وروسته د الومړی لوړپوړی ازبکستانی چارواکی دی چې له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره کابل ته سفر کوي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي چې هیواد یې د افغانستان په اړه د نړیوالې غونډې کوربتوب ته طالبان هم دعوت کړي دي.

ضمیر کابلوف د پنجشنبې په ورځ اکتوبر اوومه (تلې ۱۵) وویل چې ټاکل شوې دغه غونډه د جي ۲۰ هیوادونو د مشرانو د غونډې وروسته د اکتوبر پر ۲۰مه په مسکو کې جوړه شي.

ټاکل شوې د جي ۲۰ هیوادونو غونډه د اکتوبر میاشتې پر ۱۲مه وشي چې د بحثونو لویه برخه به یې په افغانستان کې د انساني ناورین مخنیوي په اړه پر مرستو وي.

د مسکو غونډې ته د طالبانو ترڅنګ د چین، هند، ایران او پاکستان استازي هم وربلل شوي دي.

XS
SM
MD
LG