د لاس رسي وړ اتصالات

د زیمبابوی پر جمهور رئیس د استفعا کولو لپاره فشار زیاتیږي


په زیمبابوی کې د موگابي ضد اعتراضونه
په زیمبابوی کې د موگابي ضد اعتراضونه

د زیمبابوی پر جمهور رئیس رابرت موگابي باندې سیاسي فشارونه زیات شوي چې له واک نه گوښه شي.

رابرت موگابي چې د څلورو ورځو راهیسې د زیمبابوی د پوځ تر څارنې لاندې دی د استعفا کولو او یو انتقالي دولت ته د واک د سپارلو وړاندیز یې رد کړی دی. خو د هغه هیواد سیاسي گوندونه او د امریکا د متحده ایالاتو په گډون د نړۍ یو شمیر هیوادونه په زیمبابوی کې نوی حکومت غواړي.

وروسته له هغې چې موگابي په کور کې قید کړای شو د زیمبابوی په پایتخت هراري او نورو ښارونو کې د هغه پر ضد پراخ اعتراضونه وشول. اعتراض کوونکي د موگابي استعفا غواړي.

د هراري یو اوسیدونکی انوسنت، وایي "ټول خلک دلته خوشحاله دي. موگابي باید سبا ته نه بلکه نن استعفا وکړي."

د هراري یوه اوسیدونکې لیسا، وایي "ټول خوشحاله دي، بالاخره مونږ اجازه وشوه چې خوشحاله شو. دا زمونږ د ازادۍ ورځ ده."

رابرت موگابي په ١٩٨٠ کال کې واکمن شو. د رپوټونو له مخې د زیمبابوی دغه بوډا مشر د واک نه د گوښه کیدو او استعفا کولو وړاندیز رد کړی دی. خو د واکمن گوند د غړو په گډون د هغه هیواد د سیاسي گوندونو له لورې پر ښاغلي موگابي باید فشار زیات شوی چې گوښه شي.

په دې ترڅ کې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن، تیره ورځ د زیبابوی له مقاماتو وغوښتل چې د هغه هیواد د اساسي قانون سره سم ژر تر ژره په زیمبابوی کې ملکي حکومت ته زمینه برابره کړي.

له دې دمخه د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن، هم په زیمبابوی کې د ازادو ټاکنو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې "هیڅوک د یو نه ټاکل شوي مستبد نه یو بل غیر انتخابي مستبد ته د واک انتقال نه غواړي".

XS
SM
MD
LG