د لاس رسي وړ اتصالات

یو پاکستانی د هالندي سیاستوال د وژلو د هڅې په تور ۱۰ کاله بندي شو


محکمې دغه پاکستانی د قتل د هڅې په تور محکوم کړ
محکمې دغه پاکستانی د قتل د هڅې په تور محکوم کړ

په هالنډ کې یوې محکمې د دوشنبې په ورځ (نومبر۱۸) یو پاکستانی د مسلمانانو ضد هالندي سیاستوال د وژلو د هڅې په تور په لسو کلونو بند محکوم کړ.

دغه پاکستانی جنید نومیږي چې د ۲۰۱۸ د اګست په میاشت کې یې په یو ویدويي پيغام کې د هالنډ د پارلمان غړی ګیرت ویلدرز په مرګ ګواښلی و.

هغه دا ویدو پر خپل فیسبوک خپره کړې وه او ویلي وو چې غواړي"ګیرت ویلدرز د دوزخ ته واستوي." هغه له نورو خلکو غوښتي وو چې په دغه کار کې ورسره مرسته وکړي.

محکمې جنید د قتل د هڅې په تور چې د "ترهګرۍ انګیزه یې لرله،" په لسو کلونو بند محکوم کړی. جنید له فرانسې څخه هالنډ ته تللی و چې بیا پولیسو ونیوه. خو هغه ویلي دي چې د هېڅ ترهګریز عمل پلان یې نه درلوده.

هالنډي سیاستوال ګیرت ویلدرز چې د مسلمانانو ضد افکار لري، یو وارې د مسلمانانو پیغمبر ته منسوب د کارتونونو یو نندارتون پلان کړی و چې بیا د مسلمانانو له غبرګون سره مخامخ شو او هغه نندارتون یې لغوه کړ.

جنید وایي دی هالنډ ته تللی و چې د ښاغلي وایلدر پر دغه کار اعتراض وکړي. د جنید خپره شوې ویدیو ۱۵۳زره خلکو لیدلې وه او ۱۴زره نورو خلکو له یو او بل سره شریکه کړې وه.

وایلدر ۶۵ کلن دی په هالنډ کې د کډوالو او مسلمانانو ضد څرګندونو مشهور دی. هغه په یوې خوندي سیمې کې تر سخت امنیتي څار لاندې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG