د لاس رسي وړ اتصالات

په هالنډ کې د افغان مهاجرو د وضعیت د ارزونې غونډه


په هالنډ کې د افغان پناه غوښتونکو د وضعیت د څیړلو لویه غونډه جوړه شوې وه.

په غونډې کې چې د "نړیوال کیدل، امنیت او په افغانستان کې مهاجرت" تر عنوان لاندې جوړه شوې، د امنیت او مهاجرت ترمنځ اړیکې او همداشان په اروپا کې د افغان پناه غوښتونکو نه د ملاتړ څرنگوالی وارزول شو.

په اروپا کې د افغان مهاجرو د فدراسیون رئیس راتب فقیري د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې ټاکل شوې ددې غونډې په پای کې نړیوالې ټولنې، د افغانستان دولت او ملگرو ملتونو ته مشخصې سپارښتنې وړاندې شي.

پدې غونډه کې د څیړلو یوه موضوع د پناه غوښتونکو د ملاتړو سازمانونو او د افغانستان د استازو په گډون جوړه شوې افغانستان ته د افغان مهاجرو د جبري استونې د پروسې درول دي.

ښاغلي فقیري وویل "افغانستان د کړکیچ سره مخامخ دی او خلک یې ځان امن نه احساسوي او دخپل هیواد خوشې کولو ته اړ کیږي. بیرته هیواد ته د هغوی استول په بشپړه توگه عادلانه کار ندی. نړیواله ټولنه باید د پناه غوښتونکو د بیرته استولو پر ځای د افغانستان ستونزه حل کړي."

ښاغلی فقیري وایي څرنگه چې افغانستان د نړیوال تروریزم پر وړاندې په جگړه بوخت دی اروپایي هیوادونه او امریکا مکلف دي ددغې جگړې د پایلو په وړاندې چې مهاجرت او پناه غوښتنه په کې شامله ده د مسؤلیت احساس وکړي.

افغانستان، په اروپا کې د زیات شمیر مهاجرو لرونکو هیوادونو څخه دی. پرله پسې نا امنۍ او اقتصادي مسایل اروپا او گاونډیو هیوادونو ته د افغان مهاجرو د هجرت عمده دلیلونه دي.

د افغان مهاجرو د بیرته ستنولو پر پورسې باندې د مهاجرو ملاتړي سازمانونه هم ټینگې نیوکې کوي.

د اسوشیتید پرس اژانس یو څیړنیز رپوټ ښیي چې د ٢٠١۴ میلادي کال راهیسې تر اوسه په نړۍ کې لږ تر لږه ٥٦ زره مهاجر مړه شوي او یا هم بې درکه شوي دي.

دغه شمیرې د ملگرو ملتونو د سازمان د شمیرو په پرتله دوه چنده دي چې ددې ډول قربانیانو د شمیرنې یواځنۍ رسمي منبع گڼل کیږي.

د ملگرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان د هغو مهاجرینو شمیر چې ژوند یې له لاسه ورکړی د ٢٠١٨ کال د اکتوبر تر لومړۍ نیټې پورې ٢٨ زره پنځه سوه کسان ذکر کړي دي.

رپوټ: سحر عظیمي - امریکا غږ

XS
SM
MD
LG