د نایجیریا جمهور رئیس محمد بوهاري یکشنبه اکټوبر ۹ (تلې ۱۷) ویلي چې ددې ایالت د انامبرا په ایالت کې یوه کښتۍ په سیند کې ډوبه شوې او ټول سپاره کسان پکې وژل شویدي.
اټکل کیږي چې پدې کښتۍ کې ټول ۸۵ تنه سپاره و او د نایجر په سیند کې د څپو لوړیدو له کبله په بل مخ اوښتي ده.
په راپورونو کې ویل شوي چې پدې کښتۍ ۸۵ تنه سپاره و او د دومره کسانو د لیږد ګنجایش یې نه درلود. د بیړني حالت مسؤلینو د ۷۶ کسانو مړینه تائید کړې او د نورو پسې لټون روان دی.
جمهور رئیس د اضطرراي خدماتو ادارې ته امر کړی چې په پیښه کې د وژل شویو کسانو سره لازمې مرستې وکړي.
په اعلامیې کې د ښاغلي بوهاري د قوله ویل شوي، " د وژل شویو کسانو د روح د آرامۍ لپاره دعا کوم او پدې غمجنې پیښې کې د وژل شویو د کورنیو غړیو ته خیر غواړم."
په عین حال کې د اضطراري چارو د ادارې کار کوونکو ویلي چې اوبو څپې ډیرې لوړې شوي او د ژغورنې او لټون چارې یې ستوزمنې کړيدي.
دې ادارې ویلي چې د نایجریا د هوایي ځواکونو هیلوکوپترې هم د ژغورنې په عملیاتو کې همکاري کوي.
په پیښه کې ډیری وژل شوي ماشومان او میرمنې دي چې د اوسیدو په سیمې کې د سیلابونو له کبله یې غوښتل چې ځانونه خوندي سیمو ته ورسوي.
په نایجریا کې د کښتیو د چپه کیدو دا ډول پیښې هر وخت کیږي ځکه چې له یوې خوا پکې ډیر کسان سپریږي، له بلې ځوا دا کښتۍ د ټاکلې اندازې څخه په لوړ سرعت ځي او چلوونکي یې هم قانون نه مراعت کوي.
په نایجریا کې د سږ کال باراني موسم د پیل راهیسې څه باندې ۲۰۰ ملیونه وګړو ته مالي او ځاني زیان رسیدلی. تر ۳۰۰ ډیر خلک پکې وژل شوي او لږ تر لږه ۱۰۰ زره یې بې کوره شوي.