د لاس رسي وړ اتصالات

نیمروز کې یو ماشوم د ګوزن له امله مړ شوی


په جنوب کې روغتیايي چارواکې وايې چې د ګوزڼ په یوه پېښه کې ګوزڼ وهلي ماشوم د شدید فلج له کبله مړ شوی.

پېښه د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.

دا په تیرو څلورو کالو کې په افغانستان کې د ګوزڼ له کبله د ماشومانو د مړیني لمړنی پېښه ده چي رامنځ ته کیږي.

په جنوبي حوزه کې د پوليو پرضد د مبارزې د بیړنیو اقداماتو د مرکز مسئولین زیاته وي چې د ګوزڼ دغه پېښه ډيره شدیده وه او د ګوزڼ وهلي ماشوم عصبي سیستم يې ور فلج کړی وو.

د دغه مرکز مشر عبدالقیوم پخلا اشنا رادیو ته وويل چې په خاشرود ولسوالۍ کې د نا امنیو له کبله له تیرو دو کالو راهیسې د ګوزڼ ضد کمپاینونه په بریالي توګه ندي تر سره شوي.

ده وويل "دغه ماشوم هلک چې څلور کاله عمر يې در لود د ولسوالۍ په حاجي وحید کلی کې چې دا سیمه د دلارام له بازار څخه شل کیلو میتره واټن لري اوسیدی فبر وري پر ۲۸ فلج ورته پېښه شوی او د مارچ پر ۳ کلینیک ته وړل شوی اوس چې يې لابراتواري معاینات موږ تر لاسه کړي پېښه د شدید فلج وه او ماشوهم له دې کبله مړ شوی".

خاشرود د نیمروز ولایت له نا امنه ولسوالیو څخه ګڼل کیږي چې د فراه – هرات لويې لاري ته نږدې پرته ولسوالي ده.

روغتیايي چارواکې وايې چې په سیمه کې له دو کالو راهیسې کور په کور واکسین ندی عملي شوی د ګوزڼ په تازه پېښه کې مړشوي ماشوم ته هم په پرلپسې توګه د ګوزڼ ضد واکسینونه ندي رسیدلي.

د جنوبي ولایاتو لپاره د پوليو د بیړنیو اقداماتو د مرکز مسئولين وايې چې د دو میاشو لپاره د کرونا ويروس له کبله د ګوزڼ ضد کمپاینونه هم درول شوي خو یوازي په روغتیايي مرکزونو کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسینونه عملي کيږي.

له دې سره په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د پوليو د ټولو پېښو شمېر ۴ ته ورسید.

تر دې مخکې د ګوزن يوه پېښه په هلمند، یوه په زابل او یوه هم په فراه ولایت کې ثبت شوې وه.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG