د لاس رسي وړ اتصالات

مصر د اخوان المسلمین لس غړي په اعدام محکوم کړل


د اخوان المسلمین غړي په محکمه کې 
د اخوان المسلمین غړي په محکمه کې 

په مصر کې یوې محکمې نن یکشنبه جنوري ۳۰ (سلواغه لسمه) د اخوان المسلمین د ډلې لس غړي په پولیسو باندې د برید د پلان جوړونې په تور په اعدام محکوم کړل.

د مصر رسمي رسنۍ وايي چې د دغه هېواد لوی مفتي باید د دغو کسانو اعدام تائید کړي.

د محکومو کسانو هویت لا څرګند شوی نه دی او نه هم معلومه ده چې هغوی پرې لګېدلي تورونه منلي دي یا نه.

د مصر پوځ په ۲۰۱۳ کې د هغه هېواد منتخب ولسمشر محمد مرسي، چې د اخوان المسلمین یو مشر دی، له واکه لېر کړ او له هماغه را وروسته یې د دغه ګوند د غړو ځپل روان ساتلي.

د مصر حکومت اخوان المسلمین یوه ترهګره ډله ګڼي خو دا ډله ټېنګار کوي چې په سوله ایزو اصلاحاتو باور لري.

د مصر دولتي رسنۍ وايي چې دغو لسو کسانو د «کتایب حلوان»‌ په نامه یوه ډله جوړه کړې وه او په قاهره کې یې د پولیسو په پوستو د بریدونو پلان لره او نهایتآ هڅه یې دا وه چې حکومت ړنګ کړي.

د همدغه کال په پیل کې یوې بلې محکمې د اخوان المسلمین ۱۲ کسان په اعدام محکوم کړل، په دوی کې دوه کسان د دغې ډلې مشران وو. همدغه راز په ۲۰۱۸ کې د مصر حکومت د اخوان المسلمین ۷۵ نور غړي‌ هم په اعدام محکوم کړي وو.

XS
SM
MD
LG