په کابل کې پر نشو روږدی یو کس چې حاجي جاوید نومیږي وايي یوه سپۍ چې دی یې پالنه کوي هم په نشو روږدې شوې ده.
حاجي جاوید وايي کله چې نشه يي توکو استعمالوي دا سپۍ ورنږدې کیږي او دوی د یوه بوتل په واسطه د نشه يي توکو لوږي د سپۍ په خوله کې پوه کوي.
دا سپۍ د کابل ښار د میرویس میدان په سیمه کې د سړک په غاړه د مخدره موادو له معتادینو سره یو ځای ژوند کوي.
حاجي جاوید وايي په پیل کې یې نور معتادین دغې سپۍ ته د هیروئینو له ورکولو منع کول خو کله چې پوه شو سپۍ په مخدره موادو روږدې شوې ده ورته یې د هیروئینو ورکول پیل کړل.