د لاس رسي وړ اتصالات

د "تاج بیګم" رسټورانټ عاید د روږدو په درملنه لګیږي


د "تاج بیګم" رسټورانټ عاید د روږدو په درملنه لګیږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:57 0:00

بشپړ راپور په دغه ویډیویي راپور کې کتلی شئ

"تاج بیګم" د کابل ښار په لویدیځ کې هغه رسټورانټ دی، چې له کلونو راهیسې فعالیت کوي او مسولین یې وایي د عایداتو لویه برخه یې د مخدره موادو د معتادینو په درملنې مصرفیږي.

لیلا حیدري د دغه رسټورانټ مالکه ده او وروسته له هغې یې د معتادینو د درملنې لپاره ملا وتړله، چې د هغې پر وینا خپل مشر ورور یې په مخدره موادو روږدی شوی و.

لیلا حیدري وايي په تیرو اوو کلونو کې یې د تاج بیګم د عایداتو له لارې د خپل ورور په ګډون د شاوخوا شپږ زره معتادینو درملنه کړې ده او له همدې لارې یې د معتادو ښځو او سړیانو د درملنې لپاره دوه جلا مرکزونه جوړ کړي دي.

هغې وویل چې د تاج بیګم رسټورانټ پرته د بوټانو د جوړولو یوه وړه کارخانه یې هم جوړه کړې، چې اکثره کارکوونکي یې له مخدره موادو څخه پاک شوي کسان دي.

د لیلاحیدري پر وینا، یو ځل یې په کابل کې د کاناډا سفارت د ۲۱ زره کاناډايي ډالرو مالي ملاتړ ترلاسه کړی دی او له هغې پرته یې په دې مبارزه کې کومې بلې ادارې ملاتړ نه دی کړی.

آغلې حیدري وویل، اوس په هره میاشت کې د پنځوسو معتادینو د درملنې ظرفیت لري او که ترې ملاتړ وشي نو په مختلفو برخو کې لکه د معتادینو د درملنې او هغوی ته د کارموندنې چارې لاپسې پراخې کړي.

XS
SM
MD
LG