د لاس رسي وړ اتصالات

د خاورو خځلو یوه لویه څپه د امریکا په لوري روانه ده 


د خاورو خځلو دا تاریخي څپه د جنوبي افریقا له دښتو څخه الوتلې ده
د خاورو خځلو دا تاریخي څپه د جنوبي افریقا له دښتو څخه الوتلې ده

د جنوبي‌افریقا د دښتو څخه د دوړو او خاورو خځلو یوه الوتلې څپه مکسیکو ته رسېدلې ده او اوس مخ په امریکا روانه ده.

چارواکي وايي د خاورو خځلو دغې څپې د افریقا له دښتو څخه تر مکسیکو او کارابین هیوادونو پورې درې زره کیلو متره مزل کړی دی.

د مکسیکو د چاپیریال ساتنې او ساینس د څانګې یو څېړونکي انتوني لادینو له خلکو غوښتي دي چې د دغې څپې د الوتلو په وخت کې دې ماسکونه وتړي چې د پوزې او ستوني تکلیف ورته پیدا نشي.

هغه وايي که انسانان د دغو خاورو خځلو د الوتلو په مهال ډېر تنفس وکړي شاید ژوند ته یې ډېر خطرونه پېښ شي او په بیلابیلو ناروغیو اخته شي.

د هوا پېژندنې ماهرین وايي‌ د خاورو خځلو دا څپه ‌د بلې اونۍ تر نیمایي پورې به له مکسیکو او د فلورېډا د ایالت په ګډون د متحدو ایالتونو له جنوبي برخو څخه تېره شي.

په داسې حال کې چې د امریکا په ګډون ډېر هېوادونه د کرونا ویروس د مخنیوي هلې ځلې کوي، له دوړو ډکه هوا او ککړ چاپېریال هم ښایي‌ نورې اندیښنې پیدا کړي.

ډاکټرانو هغو خلکو ته، چې روغتیا یې ښه نه ده، سپارښتنه کړې ده چې د خاورو خځلو د دغې څپې په وخت کې دې له کور څخه د باندې نه وځي.

ډاکټران وايي داسې ککړه او له دوړو ډکه هوا هغو خلکو ته چې د زړه تکلیف او ساه لنډی لري، ښه نه ده.

XS
SM
MD
LG