د لاس رسي وړ اتصالات

ککړه هوا هرکال ۶۰۰زره ماشومان مړه کوي


دا د هند د نوي ډيلي ښار دی
دا د هند د نوي ډيلي ښار دی

د روغتیا نړیوال سازمان وايي زهرجنه او ککړه هوا په نړۍ کې هرکال شاوخوا ۶۰۰زره ماشومان مړه کوي.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې هره ورځ په نړۍ کې ۱،۸ میلیارد ماشومان چې ۶۳۰ میلیونه یې تر پنځو کلونو کم عمر لري، خطرناکه او ککړه هوا تنفس کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان راپور وايي یوازې په ۲۰۱۶ کې ۶۰۰زره ماشومان د سږو د مکروبي ناروغیو له کبله، چې د ککړې هوا له امله پرې اخته شوي وو، مړه شوي دي.

د دغه سازمان مشر تدروس ادهانوم گیبریسوس وايي چي دا وضعیت د منلو نه دی او ککړې هوا د میلیونونو انسانانو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي د نړۍ ۹۰سلنه خلک هرکال ککړه هوا تنفس کوي چې له کبله یې هرکال اووه میلیونه خلک مړه کیږي.

ککړه هوا تر نورو انسانانو ماشومانو ته ځکه خطرناکه بلل کیږي چې تر ژر ژر ساه اخلي او وجود یې هم د ودې په حال کې وي. دا سازمان وايي د ککړې هوا له کبله ځینې میندې له ټاکلي وخت مخکې ماشومان زيږوي چې ورسره د ماشومانو وجود وړوکی او وزن یې هم کم وي.

دا راپور د ککړ چاپیریال او روغتیا تر نړیوال کنفرانس مخکې خپریږي. وايي د کم او متوسط عاید لرونکو هېوادونو ۹۸سلنه ماشومان او د شتمنو هېوادونو۵۲سلنه ماشومان د ککړې هوا له کبله په بېلابېلو رنځونو اخته کیږي.

سلفات او تور کاربن زهر په اسانۍ سره سږو ته ننوځي او له هغه ځای نه د وینو په جریان کې کډیږي او رنځونه زیږوي.

د روغتیا نړیوال سازمان د دغې ستونزې د مخنیوي لپاره پر نړیوالو غږ کړی دی د چاپېریال د ککړتیا مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG